افغانستان سیاست مخکښان

حامد کرزی (لنډه بیوګرافي)؛ وايي پر اس سپریدل مې خوښيږي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

حامد کرزی د عبدالاحد کرزي زوی او د خیر محمد کرزي لمسی دی. پلار او نیکه یې دواړه د پوپلزي قام منتفذین وو. عبدالاحد کرزی په شپېتمې زېږدیزې لسیزه کې د افغانستان د ولسي جرګې د رییس مرستیال و. د شپېتمې میلادي لسیزې په پای کې یې پلار طالبانو په کوېټه کې وواژه.

د حامد کرزي نیکه د افغانستان د خپلواکۍ جګړو او تر هغې وروسته مبارزو کې ډېر لوبېدلی دی. یو څه وخت د افغانستان د سنا مجلس مرستیال و. حامد کرزی په قام پښتون دی د ۱۳۳۶ل ل د جدي په درېیمه چې د ۱۹۵۷ز د ډسمبر ۲۴ام سره سمون خوري، د کندهار کرز کلي ته نږدې سیمه کې زېږېدلی دی. شپږ وروڼه او یوه خور لري. یو ورور یې احمد ولي کرزی طالبانو په ۲۰۱۱ز کې ترور کړ. په ۱۹۹۹ز کې یې له زینت قریشي سره واده وکړ. ښاغلی کرزی یو زوی او درې لوڼې لري. زوی یې میرویس او لوڼې یې نازو، ملالۍ او مروه نومېږي.

د یادونې وړ ده چې پر اس سورلي یې خوښېږي.

د ۲۰۰۱ز د ډسمبر له ۲۲مې د ۲۰۱۴ز د سپټمبر تر ۲۱مې د افغانستان ولسمشر و. تر برهان الدین رباني وروسته ولسمشر شو چې کریم خلیلي، قسیم فهیم او احمد ضیا مسعود یې مرستیالان وو. تر ده وروسته محمد اشرف غني وټاکل شو.

زده‌کړې یې

حامد کرزي لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې په کابل کې کړي چې لومړنۍ یې محمود هوتکي، منځنۍ او لیسه دوره یې په سیدجمال الدین افغان او حبیبیه لیسو کې پای ته ورسولې. لوړې زده‌کړې یې په هند کې د هیما چال پرادېش په سمله پوهنتون کې د سیاسي علومو  او نړیوالو اړیکو برخه کې کړي، فوق لیسانس سند لري. پر اردو، دري، انګلیسي او پښتو برلاسی دی. فلسفه مطالعه کوي، دا ډول مطالعه ورته خوندوره برېښي.

سیاسي ژوند او دندې یې

د حامد کرزي پلار په ۱۹۹۹ز کې د ملا محمد عمر په دُستور ووژل شو، دی د ظاهر شاه په وخت کې سناتور و. له قومي پلوه ښاعلی کرزی په کندهاریانو پورې اړه لري؛ خو له کورنیز پلوه ظاهر شاه ته ورنږدې دی. ده له ظاهر شاه خپلې اړیکې ساتلې وې او د هغه اصلي/ رسمي مشاور و. تر لنډمهاله حوکمتولۍ دمخه په آلمان، انګلستان، فرانسه، روسیه، امریکا، ترکمنستان، ترکیه، پاکستان او هندوستان کې د لېږل شویو پلاویو رییس/ مشر و.

حامد کرزی په ۱۳۶۲ ل ل کې هند ته ولاړ او د پخوانۍ شوروي له پوځ سره د مبارزې په پار د مجاهدینو له ډلې سره یو ځای شو. د شورویانو تر ماتې وروسته د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د طالبانو د را څرګندېدو لاره هواره شوه چې کرزي د دوی پر وړاندې هم مبارزه پیل کړه.

کله چې په ۲۰۰۰ز کې طالبانو عبدالاحد کرزی وواژه، حامد کرزي هم د طالبانو د ماتولو لپاره خپله مبارزه لا هم زور کړه.

دی په ۲۰۰۱ز کې له خپلو درېیو همفکرانو سره اروزګان ولایت ته ولاړ چې د طالبانو پر ضد خلک سره یو کړي.

حامد کرزي د ۲۰۰۱ز د ډسمبر پر ۵مه د بن-آلمان د مهمې ناستې پر بنسټ د افغانستان د موقتې ادارې ریاست واخیست. تر لږ وخت وروسته د ۲۰۰۲ز د جون پر ۱۳مه د لویې جرګې له لوري د افغانستان د انتقالي/ لېږدیز حکومت رییس شو.

تر دوه کلن لېږدیز حکومت وروسته په ۲۰۰۴ز کې د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې وشوې. حامد کرزی هم ورته نوماند و. ښاغلي کرزي په دې تاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې لاسته راوړې او د افغاستان ولسمشر شو.

تر پینځه کاله حکومت وروسته  په ۲۰۰۹ز کال کې دویم ځل ولسمشریزې ټاکنې وشوې. بیا هم کرزی پکې نوماند و. دا ځل بیا بریا د حامد کرزي شوه، بیا هم ولسمشر وټاکل شو. د حامد کرزي حکومتولي په ۲۰۱۴ز کې پای ته ورسېده. د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ یو کس تر دوه ځلي حکومت وروسته بیا نشي کولی ځان نوماند کړي. حامد کرزي په تولیز ډول څلور ځلي مشرۍ او ۱۳ کاله حکومت وکړ.

د ده په ۱۳ کاله حکومتولۍ کې خورا ستونزې او خنډونه یې پر لاره جوړ وو. نا امني، د خشخاش کښت او د نشه یي توکو قاچاق، د افغانستان په خصوصي چارو کې د بهرنیو هېوادونو( په ځانکړي ډول د پاکستان) لاسوهنه، خورا ډېر اداري فساد، د قانون د حاکمیت کمزروتیا او د سولې د عالي شورا د فعالیتونو نه بریا، هغه ستونزې وې چې د حکومتولۍ پر وخت ورسره لاس و ګرېوان و.

له بلې خوا د نړیوالې ټولنې شتون حامد کرزي ته سره زر و چې کولی یې شول د خپلې مسلکي زیرکتیا او ځواکمنتیا په کارولو سره د نړیوالو نظامي او وټه‌ییز ځواکونه وکاروي.

د کرزي ۱۳کلن حکومت خورا ‌ډېرې لاسته راوړنې درلودې. په نظامي، زده‌کړیزو، بشري حقونو، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي، مالوماتي ټکنالوژي، مخابراتو، د ښځو حقونو برخو کې خورا بدلونو راغلل چې د بیان ازادي یې ستره لاسته راوړنه وشمېرل شوه.

د روښانه سیاست نشتون، د سمې پالیسۍ نه لرل د دې لامل شول چې دی په وټه‌ییزو/اقتصادي برخو، د بهرنیو مرستو د مدیریت، د قانون د حاکمیت، له اداري فساد سره د مبارزې، د سولې خبرو، د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي برخو کې د سیاسي او مدني فعالانو له توندو غبرګونونو او انتقادونو سره مخ شو.

د کرزي د دوران بله ستره لاسته راوړنه د قومي تعصبونو کمول او ورسره مبارزه وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ