سپورټ نړیوال کرکټ

حمید حسن وايي په نړیوال جام کې به ښه ولوبیږي؛ نورې څرګندونې هم لري

لیکنه: صابر حمیدي

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تیز توپ اچونکي حمید حسن په یوې تازه مرکه کي ویلي، چي د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کي به د افغانستان لپاره ښې لوبي ترسره کړي او ښه به ولوبیږي.

حمید حسن وویل، چي د تیرو څلور نیمو میاشتو را پدې خوا د افغان لوبډلي سره یې په بیلابیلو برخو کي تمرنیونه ترسره کړیدي او راتلونکی نړیوال جام ته یې پوره چمتوالی نیولی.

هغه دا هم وویل، چي دا نړیوال جام به یې وروستی وی، خو په شل آوریزه سیالیو کي به څو کلونه نور هم په افغان ټیم او نورو تجارتي لیګونو کي ولوبیږي.

د افغانستان د ملي لوبډلي سره یو ځلي بیا یو ځای سوي دا تیز توپ اچونکي لوبغاړي د غوراوي کمېټې څخه مننه وکړه، چي پر ده یې باور وکړ او یو ځلي بیا یې په ملي لوبډله کي شامل کړ.

افغان کرکیټ بورډ ۲۰ ورځي مخکي د کرکیټ نړیوال پنځوس آوریزه جام ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چي په دې ډول ده:
ګلبدين نائب (لوبډلمشر)، محمد شهزاد، نور علي ځدران، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدران، سميع الله شينواری، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمن ځدران، دولت ځدران، افتاب عالم او حميد حسن.

ددې سربيره درې لوبغاړي هر يو سيد شيرزاد، کريم جنت او اکرام علي خېل په احتياطي لوبغاړو کې شامل دي.

د ۲۰۱۹م کال پنځوس آوریزه نړیوال جام د رواني مې میاشتي په ۳۰مه نېټه په انګلستان او یلز هیوادونو کي پېلیږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتي په لومړۍ نیټه د آسټرالیا په وړاندي ترسره کړي.

په دې ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون د کرکیټ لس مخکښ هیوادونه ګډون لري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې