چټک توپ اچوونکی، حمید حسن وپيژنئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

حمید حسن د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ځانګړی نوم دی، هغه د جون په لومړۍ نېټه په ۱۹۸۷ م کال کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
اوس مهال څه د پاسه ۳۱ کاله عمرلري. واده یې کړی دی.
حمید حسن د افغانستان ملي لوبډله، مېرېلېبن کرکټ کلب، مېرېلېبن کرکټ کلب یانګ ټیم او پاکستان کسټم کرکټ لوبډلو کې لوبېدلی دی.
په ښي لاس چټکه توپ اچوونه کوي او په ښي لاس توپ وهنه کوي.
حمید حسن او لوبې یې
په ۳۲ یو ورځنیو لوبو کې یې برخه اخېستې، ۱۷ پاڼۍ یې توپ وهنه کړې او ۹۲ منډې یې پکې جوړې کړي دي، په یو ورځنیو لوبو کې یې لوړې منډې ۱۷ دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۹ څلوریزې، دوه شپږیزې وهلي او څلور یې کېچونه نیولي دي.
شل اوریزې لوبې
۲۲ شل اوریزو لوبوکې یې ۹ پاڼۍ توپ وهنه کړې ده، ټولې یې پکې ۵۰ منډې جوړې کړي او ۲۲ یې لوړې منډې دي.
درې یې څلوریزې، دوه یې شپږیزې وهلي دي او دوه یې کېچونه نیولي دي.
حمید حسن تر اوسه هیڅ ټېسټ لوبه نه ده کړې.

توپ اچونه یې
۳۲ یو ورځنیو لوبوکې یې ۵۶ وېکټې اخېستې دي، په یوه لوبه کې د ۴۵ منډو په ورکړې سره ۵ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.
دوه ځلې یې څلور، څلور وېکټې اخېستي دي او یو ځل یې پنځه وېکټې ترلاسه کړي دي.
۲۲ شل اوریزو لوبوکې یې ۳۲ وېکټې اخېستي دي، د ۲۲ منډو په ورکولو سره یې د ۴ وېکټو اخېستل غوره توپ اچونه ده.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د اپریل په ۱۹ مه نېټه د سکاټلېنډ خلاف کړی دی.
وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۶ م کال کې د ایرلېنډ خلاف کړې ده.
د شل اوریزو لوبو پیل
د ۲۰۱۰ م کال د فبروري په لومړۍ نېټه یې د شل اوریزو لوبو پیل د ایرلېنډ خلاف په سریلانکا کې کړی دی او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د مارچ په ۱۷ مه نېټه په ۲۰۱۶ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف کړې ده.
حمید حسن او لوبو ته د بیا راتګ هیله یې
حمید حسن چې په لومړیو کې د افغانستان د فسټ بالېنګ پلار ګڼل کېده، یو وخت یې سخت دوران و، د نړۍ دوهمه درجه لوبډلې یې له ښکاري توپ اچونې څخه تر پوزې راغلې وې.

ایرلېنډ، سکاټلېنډ، نېدرلېنډ، کاناډا، هانکانګ، پاپوا نیوګیني او نورې لوبډلې یې په خپلو یارکرو توپونو ځپلې وې، په ۲۰۱۰ م کال کې شل اوریز جام کې یې د توپ اچونې صفتونه کېدل.
په خپل لومړي توپ یې جېکس کالېس له مېدانه بهر کړ.
حمید حسن چې په انګلستان کې د مېرېلېبن کرکټ کلب په یوه لوبه کې د پښې په برخه کې ټپي شو؛ بیا یې د جم او جوش برخه یو څه کم رنګه شوه، په نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې د بالېنګ سټارټ ډېر خوندور نه و؛ خو بیا یې هم د افغانستان د فسټ بالېنګ تشه ډکه کړې وه او سېنګا کارا یې بولډ کړ.
له دې وروسته یې په لوبډله کې د ټپ له امله شتون کم شو.
اوس یو ځل بیا لوبو ته راغلی؛ نوموړي د روغتیا ډاډ ورکړی او د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام په درشل کې افغان لوبډلې سره د چټک توپ اچوونکي په صفت ملګری شوی دی او سکواډ کې شته.

له دې جام وروسته حمید حسن د کرکټ لوبو سره مخه ښه کوي او تقاعد اخلي.