اپریل 20, 2021

حمیدحسن څلور ساعته تر دېوال لاندې ایسار و

 

د افغان کرکټ لوبډلې وتلی لوبغاړی حمید حسن وایي دی د څلورو کلونو و، چې د داخلي جنګونو پرمهال یې په کور د مزایل مرمۍ راغله، د دوی کور ولګېد او بالاخره د دوی د کوټې چت راپرېوت او دی ورلاندې ایسار شو.

نوموړی کیسه کوي، چې د دوی کور د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې و، چې د مزایل مرمۍ یې دیوال ونړاوه، د کور ټول غړي وتښېدل، کله چې یې د کورنۍ غړي خبر شول، چې حمید نشته، نور بېرته راستانه شو او د دوی ژړا یې واورېده، بیا یې دی له پرېوتي دیوال څخه وژغوره او رابهر شو.

نوموړی وایي، څو کاله وړاندې یې په جلال اباد کې پلار نامعلومه کسانو اخطارونه ورلېږل او یو لک ډالر یې ترې غوښتل، چې بالاخره د دوی کورته یې سوتي بم ورغورځاوه او د ده موټر یې ویجاړ کړ.

هغه کیسه کوي، چې له یوې بلې مرګونې پېښې هم روغ وتلی.

وایي د کابل ــ جلال اباد پر لویه لار ماهیپر سیمه کې یې موټر ټکر کړی و او که یوې تېږې د ده موټر نه ایسار کړی، دی سیند ته غوځېده.

 

آی پي اېل کې د اخیستلو وړاندیز

۲۰۰۹ کال کې حمید حسن د افغانستان یو له خطرناکو بالرانو څخه و، په ۲۰۱۰ کې په ویسټ انډیز کې د لومړي ځل لپاره په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ولوبېد، په خپل لومړي اوور کې یې د سویلي افریقا تکړه الراونډر جېکس کېلېس وسوځاوه، ورپسې یې بله وېکټ هم واخېسته.

حمید حسن وایي ده ته د هندوستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر سورف ګنګولي وړاندیز وکړ، چې په پونه وریئرز لوبډله کې یې اخلي او بولي کې دې ثبت نام وکړي.

هغه وایي د آی پي اېل بولي د نومبر میاشت وروستۍ برخه کې وه؛ خو دی له هغې وړاندې په دوبۍ کې د ایم سي سي یا مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډله کې ولوبېد، په هغې لوبه کې یې پنځه وېکټې واخېستې او دی په همدې لوبو کې د ډګر ساتنې پرمهال ژوبل شو او د پښې غوښه یې وشلېده؛ نو بیا له کرکټ څخه د ډېر وخت لپاره لېرې پاتې شو.

نوموی زیاتوي دی غوښتل چې ځان خورا وځلوي، خو ناځوانه ټپ د لازیات پرمختګ چانس ورنکړ.

 

شل اوریز کرکټ ته ستنېدنه

حسن وایي بېرته شل اوریزو لوبو ته ورګرځي، په ځان یې ډېر کار کړی دی او کولای شي، چې د افغانستان لپاره دوه کاله شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

هغه د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم ولوبېد؛ خو دا چې د پښې ټپ یې لا هم ښه نه و، د تېر په څېر یې بالېنګ نندارې ته نشو وړاندې کولای.

 

حمید حسن

دی د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د افغانستان یواځینی بالر و، چې د چټکو توپ اچوونکو حساب پرې کېده، تر ۱۴۵ سرعت یې توپ اچونه کوله او خورا ښه ځلېده.

د وړو ټیمونو پر وړاندې زیاتره لوبې ده، په توپ اچونه ګټلې، نمیبیا، سکاټلېنډ، کاناډا، ایرلېنډ، هانکانګ، چین، بوتان، دوبۍ او نورې لوبډلې یې خورا ژر سوځولې او لوبه یې ګټله.

 

د خلکو زړونو کې ځای

په سیمه ییزو لوبو کې چې به کله کوم بالر یارکر بال وکړ د حمید حسن خطاب ورته کېده، ځکه حسن په یارکر توپونو کې خورا ښه نوم درلود.

د هغه وراره سلیمان وایي زما کاکا ډېر ښه انسان دی او زه هم غواړم، چې د هغه په څېر بالر شم.

اصغرافغان وایي حمید حسن یواځینی بالر و، چې د افغانستان لپاره مثبت و او خورا خوریکښ هم و.

اصغر د ټوکې په ډول وویل، چې زیات خوراکي هم دی.

 

 

وروستي مطالب