د حلالې سوداګرۍ ګټې

  • ليکنه: شپنه سلګۍ

د حلال زرق ګټل او خپلې کورنۍ ته یې راوړل د اسلامي شریعت سپارښتنه ده:
کله ناکله د ناپوهۍ او یا د لالچ له امله موږ په خپله حلاله روزۍ کې د حراموالي نښې رامنځته کوو.
د اسلامي نصوصو او احکامو له مخې ټولو مسلمانانو ته د حلالې سوداګرۍ د کولو امر شوی، چې ډېری انبیاوو هم دغه کړنه ترسره کړې ده.
خو په دغې سوداګرۍ کې زیاتره داسې موارد شته، چې په ترسره کولو یې حلالوالی پر حراموالي بدلېږي، لکه په دې وروستیو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدلو او لار بندېدلو له امله د ځینو پانګوالو او هټیوالو له لوري د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
که تاسو سوداګر او پانګه‌وال یاست، نو رب دې تاسې ته توان درکړي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سپارښتنو سره سمه سوداګري وکړئ.
په دغه ډول سوداګرۍ او دوکاندارۍ سره مو په لږې ګټې ډېر برکت اچول کېدای شي. ستاسو اولادونه ښه او د خدای دوستان را لویېږي. تاسو به الله تعالی له ناوړو پېښو په آمان یاست. په لږه حلاله ګټه کې به خدای دومره برکت درته اچوي، چې تاسې به په خپله هم ورته حېران شئ، ځکه د حلالې نفقې په ګټلو او خوړلو سره له زړونو کینې او کرکې لرې کېږي او زړونه یو ډ‌ول سکون خپلوي، خو که بیا د حلالې ګټې پر ځای مو حرامو ته ملا وتړله او یا مو په پېرلو کې له احتکار څخه کار واخیست، ستاسو په روزۍ او ژوند کې به برکت نه وي، له مصیبتونو سره به مخ یاست او لویه خبره دا چې اولادونه به مو سرکش او غاړه غړوونکي رالوېږي. د دوی اخلاق به فاسدېږي، کورنۍ او ټولنه به یې زیانمنېږي.
دا زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی چې په اوسني ګرم بازار کې د احتکار مخه ونیسو، که د احتکار مخه مو ونیوه او په حلاله ګټه مو بسنه کړه، د غني او رحمان پروردګار له خوا به په برکتونو ونازول شو.
دا ذهنیت باید په ټولو کې رامنځته شي، چې له ډېرې حرامې ګټې لږه حلاله ګټه ډېره غوره ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.