ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کورنی ژوند

هلکان دې په واده کولو کې دغو خبرو ته پام وکړي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ژوند کله ناکله سړی پر دوو لارو دروي او د دوی له منځه به یوه ټاکي، خو همدا ټاکنه د ژوند ستره پرېکړه کېدای شي. کله مو هم پر دې اړه سوچ کړی چې د ژوند تر ټولو سخته ټاکنه مو کومه یوه وه؟

ایا داسې هم شوي چې تر ټولو ښه یا بده پرېکړه مو تر اوسه کړې وي؟

ځینې کسان شته چې له ټاکنې وېرېږي او دا حق بل چا ته ورکوي چې د دوی پر ځای یو څه وټاکي، خو ایا راتلونکي مسوولیتونه یې هم هغه اخلي که دوی؟

راځئ داسې وانځوروو چې تاسو د خپل واده پرېکړه په بل چا وکړه، یا مو د ټاکلو حق بل ته ورکړ، نو ایا ستاسو د دې واده شوي ژوند هغه راتلونکي مسوولیتونه هم هغه درته پر ځای کوي؟

نه!  هغه یوازې ټاکي او ځي، نور نو تاسې پرېږدي، ژوند او مسوولیتونه مو. که خوشحاله وئ، خو ښه ده او که نه وئ، نو د ژوند ټولې ترخې به تاسو ګالئ.

د ژوند د ملګري/ ملګرې ټاکل تر ټولو سخته پرېکړه ده او ډېر غور پکار دی، ځکه له فرهنګي پلوه هم د ټول عمر خبره ده، نه د دوو ورځو.

نن زیاتره ځوانان او پېغلې هڅه کوي چې دا ټاکنه وځنډوي، ځکه چې له مسوولیتونو یې وېرېږي، خو نور به یې تر څو ځنډوي.

له مسوولیتونو تېښته د انسان کمزوري ښکاروي. ځینې کسان خو وېرول شوي دي چې ګڼې واده بربادي ده او نجونو ته د عسکرۍ دوره، خو زما په اند د ژوند غوره پړاو ګډ ژوند دی. د ژوند ملګری/ ملګرې لرل،  اروایي ستونزې کموي، د ډېرو ناروغیو او فتنو مخه ډب کوي.

یو نارینه د واده کولو په پار کوم مسایل په پام کې ولري؟

— له دیني پلوه:  نکاح سنت ده او شرعي نصوص په دې اړه شته. حضرت محمد ص وایي چې د ښځې په ټاکلو کې دا څلور شیان په پام کې ونیسئ:

  • نسب؛
  • جمال؛
  • شتمني؛
  • تقوا.

خو غوره تقوا او دینداري ده.

هېره دې نه وي چې د مېرمنې ټاکل فردي مسوولیت او پایلې نه لري، د ټولنې د بنسټ اېښودلو هوډ دی. سمه ښځه سمه ټولنه رامنځته کوي.

له ټولنیز پلوه:

نارینه څه وخت د واده په اړه فکر وکړي؟

— د ژوند پینځه پړاوونه دي:  زېږون، زدکړې، دنده، واده او مړینه. پر زېږون او مړینه مو واک نشته، خو پر دریو نورو تسلط لرلای شو او پلانونه ورته سنجولای شو. نارینه چې پر خپل جېب ډاډه و، واده دې وکړي. موخه شتمني نه ده، همدومره بسنه کوي چې خپله مېرمن او اولاد وساتلی شي. که نن خاوند دی سبا پلار کېږي.

— له عاطفي پلوه بلوغ ته رسېدلی او تمیز ولري چې دغه مې مېرمن ده او دا مې نوره کورنۍ. داسې نه چې نفاق دې وشي، ځکه زیاتره کورنۍ د نوې واده شوې جوړې په ژوند کې لاسوهنه کوي، نو پکار ده چې دا ځوان پر دې پوه شي چې اوس یې واده کړی او ژوند کې یې لاسوهنه د بربادۍ پیل کېدی شي. تجربو ښودلې د هغه واده پیل کلونه چې په تاوتریخوالي وو، پای کلونو پورې یې د خولې خوند نه وي سره جوړ شوی.

— متقابل درک باید ولري. درک دا مانا نه ورکوي چې یو د بل پر ځای دې شي، یوازې همدومره چې یو د بل شته تفاوتونه ومني او یو بل ونه رټي. ښه ده چې تر واده وروسته د مجردۍ له خوی او عادتونو سره مخه ښه وشي. ځینې کسان تر واده وروسته هم هماغه د مجردۍ ازادۍ غواړي.

نارینه دې په واده کې دا خبرې په نظر کې ونیسي:

— سِن: سني تفاوت د منلو وړ وي، خو نسلي تفاوت نه. نسلي تفاوت دا مانا چې د جوړې ترمنځ له اوو کلونو تفاوت ډېر وي. دلته بیا د یوې لسیزې په اندازه اختلاف وي. د یوې لسیزې فکر تر بلې توپیر کوي. سني تفاوت چې له دریو کلونو پیل شي او په اوو ختم ښه وي.

په دوو دریو کلنو کې مهمه نه ده چې نارینه مشر دی که ښځینه، خو که تر پینځو واووښت ښه ده چې نارینه مشر وي. نجونې ژر احساسات پیدا کوي او ژر پېغلېږي، خو هومره ژر زړېږي هم.

_ زدکړې: ښه ده چې دواړه فارغ یا فراغت ته نږدې وي. د ځوان زدکړې تر پېغلې لوړې یا ورسره برابرې وي، خو زما په اند د ژوند اصول بېل دي. ځینو له ډاکټر سره واده کړی وي، خو ژوند یې تریخ وي. ځینو عادي انسان سره نېکمرغه ژوند تېر کړی وي.

کورنۍ دې هڅه وکړي چې یو بل ته لوړ معیارونه ونه ټاکي. هېڅوک سل په سلو کې خپل وړ کس نشي موندلی، خو چې په سلو کې پنځوس یا شپېته سلنه هم سره برابر وو، اقدام دې وشي.

هلکانو او نجونو ته مو وروستۍ مشوره دا ده چې تر واده دمخه دې د هېڅ ډول مینه ییزو او عاطفي اړیکو په تار ځانونه نه تړي. ښه ده چې نجونې او هلکان ټول عاقلانه چلن وکړي، نه احساساتي.

سرچینه: بیتوته

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ