افغانستان نړۍ

حکیم الکوزی: د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم زما په درملو جوړ شوی!

کندهاري طبیب حکیم الکوزي داسي درمل جوړ کړي، چي له کرونا ویروس څخه پرې هر رغیږي.

پر ټولنیزو رسنیو زیاتو کسانو پوسټونو کړي او ویلي دي، چي د حکیم الکوزي درمل ئې کار کړي او ډېر ژر له کرونا ویروس روغ شوي.

خپله حکیم الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د درملو د رسمي کېدو په اړه تراوسه دولت کوم رسمي اقدام نه دی کړی.

هغه ویلي، چي د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم د ده لخوا جوړ شوي درمل خوړلي او روغ شوی.

هغه زیاته کړه:

« د فیروز الدین فیروز ورور خپله ماته راغلی او راته یې وویل، چي لږ څه دوا ماته راکړه. ما هغه ته دوا ورکړه او ورته ومي ویل، چي دا ستاسي وزیر ته ورکړی. دا چي دوی ورکړې ده او کنه، خو دوی وايي، چي موږ نده ورکړې. مګر وزیر زما په دوا جوړ شوی او دوی ورکړې.»

څه موده مخکي د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی وو، چي تر دوو اونیو وروسته روغ شو.

پر ټولنیزو رسنیو ټول هیوادوال بیا له حکومته غواړي، چي د ښاغلي حکیم الکوزي امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ