مارچ 8, 2021

سعودي د حج په اړه یوه لویه پرېکړه وکړه

Advertisements

سعودي عربستان له حج وروسته د ټولو حجاجو قرنطین کولو پرېکړه وکړه.
د راپورونو پر اساس، د سعودي حکومت تېره ورځ په محدوده کچه د حج تر اجازې وروسته دا پرېکړه هم وکړه، چې حجاج به د حج تر ادا کولو وروسته قرنطین شي.
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر وایي، چې د حج د ادا کولو وروسته به ټول حاجيان قرنطین شي، که څه هم د حج کولو اجازه یوازې د ۶۵ څخه کم عمر کسانو ته ورکول کېږي او په مختلفو ناروغیو اخته کسانو ته د حج اجازه نشته، لکه شکر، توبرکلوز او نور…
تېره ورځ د سعودي حکومت د کم شمېر کسانو د حج د ادا کولو اعلان وکړ، د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عرب ته به له بهره څوک د حج لپاره نه راځي، يوازې داخلي اوسیدونکو څخه محدود کسان د حج د ادا کولو اجازه لري.

د یادونې وړ ده، چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو څخه، شاوخوا “۲۵” لکه خلک د حج له سعادته برخمن کېږي، که څه هم سږکال د کورونا له وجې امکان نه لري.
د “خلیج ټایمز ” د راپور له مخې سږکال حج کې به انتهایي محدود شمېر کسان وي او دا پرېکړه یې د حاجیانو د خوندیتوب لپاره کړې ده.
بل لور ته د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزارت د وياند له قوله ويل شوي؛ د سعودي حج او اوقافو وزیر د قومي او مذهبي امورو وزیر” نورالحق قادري” سره د ټیلیفون په لیکه د روان کال د کم شمېر حاجيانو اړوند، خبرې کړي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ