فبروري 25, 2021

کورونا؛ سعودي هڅه کوي سږ کال د حج مراسم لغوه کړي!

په سعودي عربستان کې رسنۍ وايي، ممکن سږ کال د کرونا ویروس له امله د حج مراسم لغوه شي او هیچاته د ورتګ اجازه ورنکړل شي.
د سعودي عربستان رسنیو دا خبر د حج او عمرې د وزیر په حواله خپور کړی.
که چیري سږ کال د حج مراسم ترسره نشي، دا به د سعودي حکومت له جوړېدو راوروسته لومړی ځل وي، چې دا مراسم لغوه کیږي.
دا راپورونه وروسته له هغه ورکول کیږي، چې په سعودي عربستان کې کورونا ویروس د پرمختګ په حال کې دی او دې هیواد کي تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان په کورونا ویروس اخته دي.
سعودي وېره لري، چې کورونا ویروس په یاد هیواد کې میلیونونو کسانو ته ونه لېږدول شي.
د حج مراسمو د لغوه کیدو په اړه ډېرو مسلمانانو خواشیني ښودلې او د کرونا د ژر ورکیدو دعاوې یې کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ