ټولنیز ژوند روغه سټه

د اضافي ویښتانو د لیزر کولو زیانونه؛ باید پرې پوه شئ !

لیکنه: الما افغان
اعلان

ژباړه: آلما افغان

هر نارینه او ښځینه حتمې په بدن اضافه ویښتان لري چې دوی لپاره خوښوونکې نه وي او ددوی په آند يې، د ښکلا سلیقه هم ورسره کمرنګې کړې وي.

د اضافه ویښتانو د لیرې کولو لپاره ډیری طریقې شته لکه؛ د نخ ماشین، د اضافي ویښتانو د لیرې کوبو وچ پوډر، کریم او داسې نور…

د پورته مواردو سربیره یو هم د اضافه ویښتانو د لیرې کیدو لپاره د لیزر طریقه ده چې، د څو کلونو راپدیخوا د پلاستیکې جراحي ډاکترانو لخوا ترسره کیږي.

لیزر د ضافي ویښتانو هغه ګټوره طریقه ده چې، که سمه استفاده ترې وشي نو په تدریجي ډول مو د بدن اضافه ویښتان کموي خو که په سمه طریقه يې استفاده ونشې نو مخ به مو وسوځوي او لکې به پرې پیدا کړي، موږ درته داسې لارې ښیو چې، مخکې له دې په بیزر کولو پیسې مصرف کړئ ښه ده چې، پیسې مو ناسمې لاړې نشي.

د لیزر په واسطه د ویښتانو لیرې کول څه ډول کار دی؟

د لیزر په واسطه د ویښتانو لیرې کول، د داسې یو لیزر کار دی چې توده انرژي تولیدوي او دا نور د هر ویښته ریښې ته رسیږي او نه پریږدې چې، په موقتي او یا هم دایمي شکل ویښتان پرمختګ وکړي، او دا حالت کیدای شي ډیری ویښتانو او پوسټکي ته ګټور هم وي.

دا طریقه له خطره کمه ده او کیدای شي پوسټکي ته لږ زیان واړوي بلکې؛ هغه وګړي چې، تور رنګي ویښتان او روښانه پوسټکی لري ښه تاثیر پرې کوي.

لیزر د خاکستري، سپین، او قهوه يي پوۍټکو پرمخ ښه تاثیر نلري، کیدای شي د څو دورې لیزر وروسته د اضافي ویښتانو لیرې کیدل ښه نتیجه ورکړي.

د زیاتو ویښتانو لیزر کولو زیانونه

۱ زیاته تودوخه

د لیزر څخه د اضافی ویښتانو د لیرې کیدو یو لامل په جلد د ډیرې تودوخې واردول دي، که چیرته مو پوستکی روښانه نه وي نو د لیزر تودوخه ډیر ژر جذب کوي او دا ددې باعث ګرځي چې، مخ مو وسوځیږي، که څه هم دا سوځیدنه کمرنګه وي خو د وخت په تیریدو سره ډیره معلومیږي، ترڅنګ يې ډیر داسې مثالونه هم ددغو ناروغانو لیدل شوي چې، د لیزر پر وخت يې پوستکی شدید سوی وي.

۲ د پوستکي لکه (داغونه)

کیدای شي لیزر د هایپوپیګمانتاسیون او هایپرپیګمانتاسیون لامل شي:

الف: هایپرپیګمانتاسیون د پوسټکې خړ کیدو په معنا دی چې، کیدای شي وروسته د ویښتانو د لیرې کیدو څخه د لیزر په واسطه رامنځته شي.
د لیزر څخه استعفاده د ملانین تولید تخریبوي چې، دا د پوستکې د خرابیدا لامل ګرځي.

ب: هایپوپیګمانتاسیون د بل پلوه دلیزر استعمال د ویښتانو د لیرې کیدو وروسته پوستکې د روښانه کیدای ته اشاره کوي، د لیزر د نور جذب کولای شي د ملانین تولید مهار کړي او د پوستکې د رنګ د لاسه ورکولو مخه ونیسي.

۳: سترګو ته زیان

دا طریقه کیدای شي سترګو ته هم زیانمنه وي نو؛ هڅه وکړئ د لیزر پرمهال مو د سترګو حفاظت وکړئ.

۴:خارښت

د لیزر پرمهال او د لیزر څخه وروسته کیدای شي د انسان پوستکی خارښت پیدا کړي.

۵: د پوستکي شین(بادنجاني) کیدل

د لیزر یو بل زیان د پوستکي شین یا بانجاني کیدل دي چې د پوستکي هغه برخه داسې کیږي چې، د لیزر په واسطه اضافه ویښتان لیرې شوي وي.

د لیزر کولو نور زیانونه

لومړی: د لیزر دوره

د بدن د اضافه ویښتانو د لیرې کولو لپاره باید حد اقل شپږ ځلې د لیزر دورې پوره شي او په دغه دورو کې باید د ټاکلې وخت هاخوا وقفه ونشي.

دوهم: ډیر روښانه او ډیر تت رنګه پوستکي ته يې زیان

د لیزر کولو د ضعف یو بله نقطه دا ده چې، د خاصو وګړو لپاره ښه نتیجه ورکوي او د هغه چا لپاره چې، ډیر غنمرنګه وي په بدن کې يې ملانین ډیر لیدل کیږي نو ځکه؛ دې ډول خلکو ته د لیزر کول د اضافه ویښتانو د لیرې کولو لپاره هیڅ نتیجه نه ورکوي او همدارنګه د هغه کسانو لپاره چې، ډیر شفاف او روښانه رنګ لري هم سل په سلو کې مثبته نتیجه نه ورکوي.

دریم: لیزر دایمي ندی

د لیزر استعمال یواځې د فعالو ویښتانو د لیرې کیدو لپاره ګټور دی او کولای شي دا ویښتان به بشپړ ډول سره لیرې کړي خو؛ هعه ویښتان چې، نوې شنه کیږي هیڅ کوم اثر پرې نه پریباسې نو؛ ددې لپاره دایمې نشي کیدای.

څلورم: پر نازکو ویښتانو اغیزه

لیزر د نازکو اضافي ویښتانو د لیرې کیدو لپاره ګټور او ښه نتیجه ورکوي خو د قوي ویښتانو لپاره خاص ګټور نشي کیدای.

د لیزر وړاندې مهم ټکي

۱: د لیزر څخه د مخه باید د څلورو تر شپږو اونیو د لمر د وړانګو څخه ځان وساتئ ځکه دا مو پوستکی خرابوي او سوځوي نو هڅخه وکړئ د لمر له وړانګو ځان وساتۍ، ددې لپاره ښه ده چې، د لمر ضد کریم څخه استفاده وکړئ.

۲: د لیزر څخه دمخه باید د څلورو تر شپږو اوونیو د واکس، بیلیچینګ او د ویښتانو د نخ کولو څخه ډډه وکړئ.

۳: که مو په مخ تبخال نا نورې دانې پخوا ختلي او هر وخت راڅرګندیږي نو ښه ده د لیزر د مخه د ویروس ضد کریم استعمال کړئ.

۴:د لیزر څلورویشت ساعته مخکې د حساسیت ضد درمل مه مصرف کوئ.

هغه ټکي چې، د لیزر څخه وروسته مو باید ورته پام وي

۱: ښه ده چې، د لیزر وروسته له دوو تر څلور ورځو د الویرا جیل استعمال شي، هغه اشخاص چې، د پوستکي رنګ يې روښانه ندی باید دا جیل تر ډیره استعمال کړي.

۲:که چیرته مو لیزر شوی پوستکی ډیر تود وي نو ښه ده له یخ څخه استفاده وکړئ.

۳:د سینګار توکو د استعمال څخه دډه وکړئ ځکه دا مو پوستکی تخریبوي او همدارنګه د پوستکې د مښلو څخه مخنیوی وکړئ.

۴:له ګرم حمام، مخ ته د بخار ورکولو، درنو تمرینونو او د مخ مینځلو پرمهال د فشار واردولو څخه تر یو وخته ډډه وکړئ ځکه د لیزر وروسته مو پوستکی ډیر حساس وي.

۵: په یاد ولرئ له پوستکي مو سمه ساتنه وکړئ او کله چې له کوره بهر ووځئ نو؛ حتماً د لمر ضد کریم څخه استفاده وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده