آیا پوهېدئ؟ ځینې حیرانوونکې خبرې

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخېل
مجردانو ته متاهل خلک خوښ برېښي او متاهلانو ته مجردان؛
یوې سیخکي پوښتنې ته سمدلاسه مېخکي ځواب ورکول د سالم ذهن نښه ده؛
زموږ خوبونه د ۷۰ سلنه پټو پیغامونو درلودونکي دي، یانې زموږ تر افکارو زیات وزن او مانا لېږدوي؛
زموږ د بدن حجرات د هر هغه څه پر وړاندې غبرګون ښيي، چې ذهن یې وايي. له همدې کبله، منفي افکار زموږ د بدن دفاعي سېستم کمزوری کوي او د ناروغۍ احساس کوو؛
وړاندې له دې چې ویده شو، هغه وروستی کس چې زموږ په ذهن کې ګرځي یا زموږ د خوشالۍ له کبله دی او یا هم د درد؛
د رټنې پر وخت د ذهن غبرګون داسې وي، لکه انسان چې فزیکي ټپي شي؛
کمیډیَن او هغه کسان چې د نورو پر خولو خندا راولي، تر بل هر چا ډېر خپه او غمجن وي؛
هغه کس چې په خوله وايي «زه یې پروا نه لرم» په حقیقت کې د همدغه کس د «پاملرنې حس» تر نورو ډېر فعال وي؛
یوازې هغه پیسې غوره ارزښت در په برخه کولای شي، چې په تجربو او مهارتونو لګول شوې وي؛
په نړۍ کې هغه ځوانان چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۳ کلونو ترمنځ دي، خورا زیات غمجن او خپه وي. له ۳۳ کلنۍ وروسته د سترېس کچه ټیټېږي؛
هغه نجونې چې د IQ کچه یې لوړه وي، د ژوند ملګری په خورا زیاتې سختۍ سره خوښوي؛
د ویده کېدو پر وخت سر ته بالښت نه اېښودل د ملا درد کموي او د ملا تیر پیاوړی کوي؛
تنبلي او نه فعالیت انسان ته د سګرټو څکولو په څېر زیان اړوي؛
ښی‌لاسي کسان معمولاً خواړه د خولې په ښي اړخ ژويي؛
هغوی چې زیات خاندي تر هغو زیات خوښ وي، چې نه خاندي؛
که د بدن کوم غړی مو ویده شو، نو کولای شئ د خپل سر په خوځولو یې بېرته راویښ کړئ؛
له ډوډۍ پرته کولای شئ ان څو اونۍ هم ژوندي پاتې شئ، خو له خوب پرته کولای شئ یوازې ۱۱ ورځې ژوند وکړئ؛
د انسان بدن دومره حرارت تولیدوي، چې کولای شي په ۳۰ دقیقو کې ۱.۵ لیتره اوبه وخوټوي؛
که چېرې ته د ورځې له مخې ۱۱ ساعته په متواتره توګه پرته له وقفې ځای پر ځای کېنې، نو ۵۰ سلنه د دې احتمال شته چې په راتلونکو ۳ کلونو کې ومرې.
په نړۍ کې کټ مټ ستا په څېر ۶ کسان شته. یوازې ۹ سلنه د دې چانس شته چې ته یو یې په خپل ژوند کې ووینې.
ستا پر ځان یوازیني شي ته چې خلکو پام کېږي، هغه ستا بوټان دي. هڅه وکړه چې ښکلي بوټونه په پښو کړې؛
ژړا ستاسې د روغتیا لپاره ښه ده؛ مضره باکتریا مو له وجود نه بهر باسي، دفاعي سېستم مو پیاوړی کوي او د سترېس کچه مو راټیټوي؛
دا چې پر خلکو باور نه کوو، دوه لاملونه لري: ۱ – دا چې هېڅ یې نه پېژنو ۲ – یا دا چې ښه صحیح یې پېژنو؛
یوه نورماله ښځه د ورځې ۶۲ ځلې خاندي او یو نورمال سړی ۸ ځلې؛
فزیکي تماس تاسې صحتمند کوي. مطالعې ښيي چې مساج، یو بل په غېږ کې نیول او لاس نیول د سترېس کچه راټیټوي او د بدن دفاعي سېستم پیاوړی کوي؛
خلک د شپې له مخې زیات ژاړي، ځکه د خوب د نشتون له کبله خپل احساسات نشي کنټرولولای؛
د ارواپوهنې پر بنسټ، خپل ځان له نورو سره پرتله کول د خپګان او ډېپریشن اصلي ريښه ده؛
هغه جوړې (خاوند او مېرمن) چې په ناحقه شیانو له یو بل څخه خپه کېږي، په اصل کې یو بل ته ډېر ګران او پر یو بل یې ډېر پام وي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.