د اډيسون عجیب او حیرانوونکي اختراعات

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د برېښنا چوکۍ

اډیسون ټینګه علاقه درلوده چې د ژوندیو شیانو ژوند انځور کړي، له کوچني څارویو نیولې تر انسانانو پورې، حتا لوی فیل هم. نو کله چې هغه ولیدل چې د نیویارک پارلمان د بندیانو اعدام کولو لپاره د نوې لارې په لټه کې دي (ځکه چې ځړول د ډېری درد سره مخ شوي) اعلان یې وکړ چې دا ویسټنګ هاوس په نامه ساینس‌پوه لخوا ایجاد شوی یو ډول AC برېشنایي سیسټم دی چې کېدای شي تاسې ور څخه ګټه واخلئ.

کانکړېټ کور

دقیقاً د دودیزې لرګیو نمونو په څېر ډیزاین شوی، دا کانکړېټ کور په ودانیو کې د کانکړېټ کارولو په برخه کې لومړۍ تجربه ده. اډیسون د لومړي کانکړېټ لویې لارې په جوړولو کې هم مرسته وکړه.

د کانکړېټ ګرامافون

د اډیسون کانکړېټ ګرامافون کابینه، کومه چې د سپنج کانکړېټ ازموینې پایله ده، اډیسون د کانکړېټ پیانو جوړولو تجربه هم کړې.

ګردانه سټوډیو

دا ګردانه سینمایي سټیډیو بلک ماریا نوم لري، د بوکسینګ لوبو او عمومې نندارو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېده، دا سټوډیو داسې ډیزاین شوې چې د ورځې په ټولو ساعتونو کې په ورته زاویه کې روښانه وي.

روح څرګندونکی

دا دستګاه د روح څرګندونکی دی چې په ۱۹۳۳ کې د اډیسون لخوا رامنځته شو.

د الوتکې لومړنۍ طرحه

د رایت د ورونو بریا څخه وروسته، اډیسون دا طرحه په ۱۹۱۰ د الوتکې جوړولو لپاره چمتو کړه چې هېڅکله د پرواز مرحلې ته ونه رسېده.

غږ لرونکې نانځکه

دا غږ لرونکې نانځکه چې په ۱۸۸۹ کې د اډیسون لخوا رامنځته شوه، چې د یوې کوچنۍ میناتوري فونوګراف سره وو.

برېښنایي قلم

دا برېښنایي قلم په کال ۱۸۷۶ کې د اډیسون لخوا رامنځته شو، د برېښنایي ټاټو ماشینونو لپاره الهام راوړونکی و.

برېښنایي پکه

دا هم د اډیسون لخوا رامنځته شوی، چې د بټرۍ په وسیله کار کولای شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ