ځینې کورنۍ کړنې چې ويښتانو ته ځلا وربخښي

په معمولي ډول خلک د وېښتانو د ځلا لپاره له ژيل او يا د وېښتانو تېل څخه ګټه اخلي خو له طبي نظره دا ډول کيمياوي مواد د سر پوستکي او وېښتانو ته ګټور نه تمامېږي او د وخت په تېرېدو سره د وېښتانو کیفیت خرابوي.

نو د وېښتانو د ښکلا او ځلا ورکولو لپاره تر ټولو غوره لار له طبيعي موادو څخه ګټه اخیستنه ده.

ځینې کسان نه غواړي چې د وېښتانو د ځلا لپاره په خپلو وېښتانو ژېل او يا د وېښتانو تېل وتپي خو غواړي چې وېښتان یې ځلا ولري او ښایسته ښکاره شي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو دغو کسانو ته ځینې هغه طبیعي لار وښايو چې په ګټې اخيستنې یې کولای شي ښایسته او جلا داره وېښتان ولري.

که تاسو هم د هغو خلکو له ډلې ياست چې غواړئ وېښتان مو ځلا ولري نو نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی: د لېمو اوبه

د لېمو اوبه د وېښتانو د ښکلا کولو او ځلا ورکولو لپاره ګټور مواد دي. د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو کې خلک، په خپلو وېښتانو د لېمو اوبه تپي او بیا لمر ته کېني کله چې د هغوی وېښتان وچ شي بیا لامبي. دغه ډول خلک د نړۍ تر ټولو ښه او جلا لرونکي وېښتان لري.

دویم: د لېمو اوبه او زيتون

که د لېمو اوبه او زيتون سره يو ځای کړو او په خپلو وېښتانو یې وموښو په زيتون او د لېمو په اوبو کې شته مغذي مواد زموږ وېښتانو ته دننه کېږي او په وېښتانو کې د دغو مغذي موادو شتون د دې ترڅنګ چې د وېښتانو د ځلا او ښکلا لامل کېږي وېښتان له هر ډول ستونزو ژغوري.

درېیم: تور چای

که غواړئ چې وېښتان مو ځلېدونکي او ښکلي ښکاره شي نو يو ګیلاس تور چای راواخلئ او پرېږدئ چې سوړ شي وروسته بیا خپل وېښتان په دغه چای ومینځئ.

څلورم: د چرګې هګۍ

د چرګې هګۍ د وېښتانو د ځلا ورکولو او ښایسته کولو لپاره تر ټولو غوره طبیعي مواد دي.

د چرګې په هګۍ کې شته مغذي مواد وېښتانو ته وده ورکوي ځکه چې د چرګې هګۍ د پروټین، غوړو اسیدونو او لسیټين غوره سرچینه ده.

د ماتېدونکو وېښتانو په بیا رغېدو کې مرسته کوي، وېښتانو ته ځلا او ښکلا وربخښي او کمزوري وېښتان ډبل او پياوړي کوي.

وروستي مطالب