ولې ځينې نوي زېږېدلي ماشومان وېښتان لري او ځينې یې نه لري!؟

پخوانيو خلکو په دې عقیده درلوده چې د اومېندوارۍ پر مهال که د اومېندوارې ښځې معده اسيدي يا تېزابي شي نو د ماشوم پر سر به یې تر زېږون وروسته ډېر وېښتان وي.

په ۲۰۰۶ کال کې څېړونکو په دې اړه څېړنې وکړې، دغو څېړونکو ۲۸ اومېندوارې مېرمنې چې د اومېندوارۍ پر مهال یې معدې سوځېدې، د څېړنو په پایله کې دا ښکاره شوه چې تر زېږون وروسته د ۲۸ ماشومانو له ډلې د ۲۳ ماشومانو سرونو ډېر وېښتان درلودل.

د ډېرو څېړونکو په باور هغه هورمونونه چې د اومېندوارۍ پر مهال د مور په بدن کې ترشح کوي د ماشوم د وېښتانو په وده کې ډېره اغېزه درلودلای شي.

که پورتنۍ خبرې سمې وي او که نه خو بیا هم ځینې ماشومان له وېښتانو سره نړۍ ته راځي او ځينې نور يې له وېښتانو پرته نړۍ ته سترګې غړوي، خو دې ټکي ته مو باید پام وي چې په دغو دوو ډلو ماشومانو کې هېڅ ډول توپیر نه شته او دواړه يو شان ارزښت لري.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دغې موضوع په اړه معلومات درکړو او د لاملونو په اړه یې وغږېږو.

تر زېږون وروسته کېدای شي د ماشوم د سر ویښتان بدلون ومومي. نوي زېږېدلي ماشومان له هغو فولیکولونو سره نړۍ ته راځي چې د عمر تر پايه ورسره وي، خو دا په دې معنا نه ده چې کله يو ماشوم له وېښتانو سره وزېږېږي او يا له وېښتانو پرته د هغه ماشوم وېښتان به د ټول عمر لپاره هغسې وي.

د بېلګې په توګه د هغه ماشوم سر چې د زېږون پر مهال ډېر وېښتان لري کېدای شي څو مياشتې وروسته یې وېښتان له لاسه ورکړي او هغه ماشوم چې د زېږون پر مهال وېښتان نه لري کېدای شي څو میاشتې وروسته ګڼ وېښتان پيدا کړي. همدارنګه کېدای شي د وېښتانو په بڼې کې هم بدلون راشي.

کېدای شي په دغې موضوع کې ژنتیک هم اغېز ولري. که څه هم څېړونکي په دې اړه پوره او دقیق ځواب نه لري چې ولې ځینې ماشومان له وېښتانو سره زېږېدل کېږي او ځينې نور یې له وېښتانو پرته؟ خو په دې ډېر باور لري چې جينونه او ډي‌اېن‌اې په دغې مسلې کې ډېره ونډه لري.

په عمومي ډول د اومېندوارۍ په ديارلسمې اونۍ کې وېښتان وده کوي او خپله بڼه جوړوي. که چېرې د مور په رحم کې د ماشوم وېښتان وده وکړي، د زېږون پر مهال به یې وېښتان ګڼ وي.

د مور په رحم کې د هورمونو کچه لوړه ده نو له همدې امله کېدای شي د ماشوم د وېښتانو د ودې لامل شي.

خو تر زېږون وروسته د دغو هورمونونو د ترشح کچه په ماشومانو کې کمېږي نو له همدې امله په ماشومانو کې د وېښتانو د ودې کچه راښکته کېږي.

که چېرې د يوه ماشوم د وېښتانو وده لږ وي او يا وېښتان ونه لري دا په دې معنا نه ده چې ماشوم په بدن کې مغذي مواد لږ دي.

کېدای شي ځینې ماشومان له لږو وېښتانو سره نړۍ ته راشي او مور او پلار يې دې ته اندېښنه وکړي چې کېدای شي د اومېندوارۍ پر مهال مور په کافي کچه مغذي مواد او کلسيم نه وي اخيستي له همدې امله ماشوم یې لږ او يا هېڅ وېښتان نه لري. خو دا خبره ناسمه ده او دا چې ماشومان تر يو کلنۍ پورې لږ وېښتان لري عادي خبره ده.

يواځې د اوسپنې کمښت او ځینې ناروغۍ د دې لامل کېږي چې ماشوم تر زېږون وروسته لږ او یا هېڅ وېښتان ونه لري.

ځینې ماشوم له نريو وېښتان سره نړۍ ته راځي چې د وخت په تېرېدو ټول تویېږي او پر ځای یې نوي وېښتان وده کوي.

د ماشوم لانګو او يا هم کرک هغه ډول وېښتانو ته ويل کېږي چې د‌ ځينو ماشومان پر بدن وي. دا ډول وېښتان د اومېندوارۍ پر څلورمه او يا پینځمه اونۍ کې د ماشوم پر بدن وده کوي او د اومېندوارۍ په شپږمې او اوومې اونۍ کې بېرته تويېږي.

که څه هم د ډېريو ماشومانو له بدن څخه دغه وېښتان له زېږون څخه وړاندې تویېږي خو ځينې ماشومان له همدغو وېښتانو سره نړۍ ته راځي.

په ماشومانو کې د وېښتانو تويېدل يوه طبیعي خبره ده، ځکه چې ډېری ماشومان خپل لږ او يا ټول وېښتان له زېږون څخه وروسته په لومړيو شپږو میاشتو کې له لاسه ورکوي او د وخت په تېرېدو سره بېرته وده کوي.




وروستي مطالب