خواړه روغه سټه ژوند بڼه

په دغو ۶ خوړو د وېښتانو له توېدلو څخه مخنیوی وکړئ

د وېښتانو توېدل د ډېرو کسانو ستونزه ده. کېدای شي چې د وېښتانو توېدل بېلابېل لاملونه ولري. له دغو لاملونو څخه یو هم هورنومونه دي. د ځینو خوړو په خوړلو سره کولای شئ دغه هورمونونه کنټرول کړئ او د وېښتانو له توېدلو مخنیوی وکړئ.

د هغو هورمونونو له ډلې چې د وېښتانو په توېدلو کې ډېره ونډه لري یو هم د هیډروټسټوسټرون هورمون دی. دغه هورمون د نارینه جنسي هورمون یعني ټسټوسټرون هورمون ته ډېر ورته دی او په ښځینه او نارینه وو کې د وېښتان د توېدلو لامل کېږي.

نږدې ۵سلنه ټسټوسټرون چې په بدن کې جوړېږي د یو ډول انزايم په واسطه په هیډروټسټوسټرون هورمون باندې بدلېږي چې کولای شو د دغه انزایمو په بندولو سره د دغه هورمون له جوړېدو څخه مخنیوی وکړو.

د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې د هغو خوړو نومونه یادوو چې په خوړلو یې د دغو انزایمونو وده او تولید بندېږي او د وېښتانو له توېدو څخه مخنیوی کوي.

۱- شین چای
۲- د کوپرې غوړي
۳- پیاز
۴- کورکمن (زرد چوبه)
۵- د کدو تنبل دانه
۶- اډمامه (سویابین ته ورته سابه)

په پای کې یادونه کوو چې پورتني یاد شوي خواړه په هر کور کې موندل کېږي او ډېره ټیټه بیه لري. نو هڅه وکړئ چې له دغو خوړو څخه په خپل ورځني ژوند کې ګټه واخلئ او د خپلو وېښتانو له توېدو څخه مخنیوی وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ