د ډیلي کپېټلز د کرکټ لوبډلې د نومرو په جدول کې لومړی ځای ونیو

رنګین تجريدي ډیزاین
سپورټ یاران

د آی پي اېل سوداګریزو لوبو په دوام اوومه لوبه تېره شپه د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د پیاوړې لوبډلې چینای سوپرکېنګز او ډیلي کپېټلز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
ډوني د توپ اچونې پرېکړه وکړه، بل پلو ډیلي کرکټ کرکټ لوبډلې د پرېتوي شاو د چټکې توپوهونې له امله ښه پیل وکړ او بالاخره د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډو ته ورسېده او چینای ته یې ۱۷۶ منډې هدف ورکړ.
پرېتوي شاو ۶۴ منډې جوړې کړې.
د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډله د دوو افریقایي توپ اچوونکو له خوا له لومړي سره ایساره شوه.
کګېسو رباډا او انرېک نارټی دوه هغه توپ اچوونکي وو، چې د چینای لوبډله یې سخته محدوده کړه.
د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره یواځې فاف ډوپلیسي ۴۳ منډې او هغه هم د رباډا د توپ ښکار شو.
نو د چینای لوبډلې لپاره یو لوبغاړی هم د دېرشو منډو له خانې وانه وښت.
رباډا درې او انرېک نارټی دوه وېکټې ترلاسه کړې.
چینای لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره ۱۳۱ منډې وکړې او لوبه ترې ډیلي په ۴۴ منډو وګټله.
له دې لوبې ګټلو سره ډیلي لوبډله د نومرو په جدول کې لومړی مقام واخیست.

د نومرو جدول

ډیلي ۴ نومرې لومړی مقام، پنجاب دوه نومرې دویم مقام، ممبيي دوه نومرې درېیم، راجستان دوه نومرې څلورم، چینای دوه نومرې پنځم، بنګلور دوه نومرې شپږم، حیدراباد کومه نومره نه لري، اووم ځای او کلکته لوبډله کومه نومره نه لري او وروستی ځای لري.
نن ماښام شپږ نیمې بجې د جدول د وروستیو مقامونو لرونکې لوبډلې حیدراباد او کلکته لوبه کوي.

د چینای سوپرکېنګز لوبډلې ماتې

پرونۍ ماته د چینای کرکټ لوبډلې لپاره څلورمه ستره ماته وه، دې لوبډلې په ۲۰۱۳ م کال کې له ممبيي لوبډلې څخه د ۶۰ منډو په توپیر ماته خوړلې وه.
۲۰۱۹ کال کې یې له ممبيي لوبډلې د ۴۶ منډو په توپیر ماته خوړلې وه، ۲۰۱۴ کال کې یې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې په ۴۴ منډو ماته خوړلې وه، ۲۰۲۰ کال کې یې د ډیلي لوبډلې خلاف په ۴۴ منډو ماته ومنله او ۲۰۱۴ کال کې یې د ممبيي لوبډلې پر وړاندې په ۴۱ منډو ماته خوړلې وه.

د ډیلي کپېټلز کرکټ لوبډلې سترې بریاوې

۲۰۱۷ کال کې یې رایزېنګ پونه سوپرجاینټس پر وړاندې په ۹۷ منډو بری خپل کړ.
۲۰۱۰ کال کې یې د راجستان پر وړاندې په ۶۷ منډو لوبه وګټله.
۲۰۱۸ کال کې یې د کلکتې لوبډلې خلاف په ۵۵ منډو بریا خپله کړه، ۲۰۱۷ کال کې یې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې په ۵۱ منډو لوبه وګټله او ۲۰۲۰ کال کې یې د چینای پر وړاندې په ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.
 
mmm.JPG

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.