هغه عادتونه چې حافظه کمزورې کوي

  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

فعاله حافظه لرل د هر انسان هیله وي.
حافظه د عمر له زیاتوالي او یا هم د پاملرنې د نشتوالي له امله حتا په ځوانانو کې هم کمزورې کېږي چې دغه کمزوري، بیا یو جدي خنډ ګرځي. ځینې خلک بیا خپلې حافظې ته دومره پام کوي چې نور روغتیایي فعالیتونه ترې هېر شي.
اعصاب د حافظې مختلفې برخې لري چې ډېر خلک د اوږدمهاله حافظې له کمزورۍ څخه کړېږي. دلته مو له هغو عادتونو سره اشنا کوو چې ظاهراً عادي ښکاري، خو حافظه کمزورې کوي.

  • کم خوب کول: لږ خوب کول اعصاب کمزورې کوي چې له امله یې حافظه هم کمزورې کېږي. خوب د سینا پسې جوړېدنه او روغتیا ښه کوي چې د عصبي سیسټم مختلفو برخو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي. که عصبي سیسټم د لږ خوب په اساس اړیکې نیولو کې پاتې راشي، بیا حافظې ته د واړه معلوماتو ساتل هم ډېر ګران وي.
    له دې ستونزې څخه د خلاصون لپاره د شپې باید ۸ ساعته خوب وشي. که د شپې له خوا زیات خوب نه شئ کولی بیا د ورځې له خوا کم وخت لپاره ویده شئ، چې اعصاب مو بېرته فعال شي. د ورځې له خوا که هر څومره خوب هم وشي د شپې خلا نه شي ډکولی.
  • تایرایډ ناروغي: تایرایډ ناروغي پر اعصابو مستقیم اغېز نه کوي، خو بیا هم دغه غده په غاړه کې ده. د حافظې ډېرې ناروغۍ د تایرایډ ناروغیو له امله منځته راځي. د تایرایډ ناروغي له پام کولو سره هم اړیکه لري او د انسان د پام کولو وړتیا اغېزمنوي. تایرایډ ناروغي کله ناکله انسان په ډېرو نورو عصبي ناروغیو، لکه لېونتوب اخته کوي.
  • اندېښنه او خپګان: خپګان او اندېښنه په بدن کې د کورټیسول په نامه هورمون تولیدوي، چې د دوو عصبو په یو ځای کېدلو سره سایناپسېس زیانمنوي.
    سایناپسېس د اعصابو اړیکو په ټینګولو کې ډېر مهم رول لوبوي، نو د هغوی نافعاله کېدل په انسان کې لنډمهاله او اوږدمهاله حافظه کمزورې کوي.
  • سګریټ یا ورته نور څیزونه څکول: لوګي لرونکي څیزونه څکول نه یوازې دا چې انسان په سرطان او الزایمر ناروغیو اخته کوي، بلکې اعصابو ته د وینې جریان هم زیانمنوي. څېړنو ثابته کړې چې نسبت عام خلکو ته لوګي څکونکو کې حافظه ډېره چټکۍ سره کمزورۍ کېږي.
    دغه مواد په بدن کې ناضروري پروټین تولیدوي، چې د اعصابو معلوماتو برخه کمزورې کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.