هېڅ شی مې نه دي په یاد!

  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

موږ ټول زیاتره وخت له داسې یوې ستونزې مخ کېږو چې د اړتیا پر وخت مو یو شی هېر شي، لکه د ازموینې پر مهال ځوابونه؛ د یوه نږدې ملګري شمېره؛ د خاوند/ مېرمنې د کلیزې ورځ ځینې نور اړین او مهم شیان او نېټې چې د کار پر وخت رانه هېر شي او چې پکار نه وي بیا رایاد شي. دا ډول هېرجنتیا په ټولو کې شته. ځینې حافظې له همغه لومړیو کمزورې وي، خو ځینې نورې د بېلابېلو لاملونو له کبله خپله پیاوړتیا کموي یا بایلي. دا لاملونه کېدای شي جسمي هم وي او روحي هم.
ځینې کسان خپله هڅه نه کوي چې یو څه زده کړي او ځینې یې بیا میخانیک کوي چې د لنډ وخت لپاره یې دا یادښت کار ورکوي. حافظه درې پړاوه لري، لومړی د یو څه درک کول، دویم یې حفظول او درېیم یې بېرته رایادول دي. ډېری خلک دلته ستونزو کې ګیر شي. لکه یو زده‌کړیال یا محصل چې لکچر ته سم غوږ نه شي، نو درک کولی هم نه شي، بیا یې حفظ کولی هم خو نه شي، بیا نو چې حفظ نه شي څه شی به رایاد شي چې درېیم پړاو هم ګډ وډ شو.
په ټولیزه توګه هېرجنتیا هغه وخت د اندېښنې وړ کېږي چې ناڅاپه د لنډ وخت لپاره یا اوږدمهاله حافظه کار ونه کړي. که دې هېرولو د سړي ورځني ژوند کې ستونزې ورته پیدا کړې، نو هرومرو دې یې پوښتنه وکړي.
د هېرجنتیا لاملونه

  • پر ماغزو د اطلاعاتو هجوم: کله چې مو ماغزه له داسې څه سره مخ شي چې په یوه وخت کې ډېر شی حفظ کړي، نو د موضوعګانو د ډېرښت له امله ځینې ترې خطا وځي.
  •  اضافي اطلاعات: د نویو کسانو پېژندل، د ډېرو کسانو خبرو ته غوږ نیول چې بلاخره د ځینو ځینې خبرې درنه هېرې شي، ځکه چې پر ذهن مو د خبرو باران وي.
  • ذهني حالت: هغه کسان چې اضطراب یا اندېښنې لري فکر کوي چې حافظه یې کمزورې شوې ده. دا چې له دننه ځان ته وایي چې لاړه حافظه کمزورې شوه، نو د دغو بارونو تر اغېز لاندې راځي او حافظه خپل کار سم نه شي کولی.
  • ناروغي: ناروغي هم اغېز ښندلی شي. بوډا او زاړه کسان د جسمي کمزورتیاوو له امله او هغه خلک چې شکر یا د زړه ناروغیو باندې اخته دي هم د حافظې له کمزورۍ سره مخ کېږي.
  • بېځایه تلقینونه: دا چې تل ځان ته بېځایه تلقین وکړو چې نه دا نه شم زده کولی، دا رانه هېرېږي حتماً او داسې نور. د ځینو ماغزه سم کار کوي، خو په تلقین یې خرابوي.
  • ناسم خوړنیز رژیم یا سوء تغذیه: خواړه هم خپل رول لري، خصوصاً که (B12) ونه خوړل شي، نو دا ستونزه ورته پیدا کېږي.
  • تکراري کار او ژوند: هغه کسان چې دنده یې د یوه کار کول وي او ماغزه تحرک ونه لري یا په کار وانه چول شي، نو دوی د هېرجنتیا ستونزې سره مخ کېږي او ورو ورو یې ماغزه د تحلیل او سپړلو ځواک بایلي. (بېلګه: + که یو څووک پرله پسې د کمپیوټر تر شا ناست او جدولونه جوړوي، یانې د ماغزو په کار اچولو ته اړ نه وي، نو تر څنګ دې فکري چارې هم وکړي.)
  • د استعداد نه کارول:  هر څوک یو خاص استعداد لرلی شي، خو که څوک خپل استعداد ونه پېژني یا یې سم یې ونه کاروي، نو کېدای شي ذهني ځواک یې کم شي.
  • نه ګرانښت: یو څوک چې د یوه چا، یوه ځای، یوه کتاب نوم هېروي، نوم خامخا چندان لېوالتیا نه ورسره لري او پام نه ورته کوي.
  • بېخوبي: اوږدمهاله ویښ ناستی او بېخوبي ماغزه کمزوري کوي.
  • مغزي ضایعات: که پر ماغزو یوه ضربه وارده شي، نو کېدای شي مخکني او وروستني مسایل ځینې هېر کړي.
  • سټرس: اوږدمهاله او پرله‌پسې سټرس، له ستړیا، خپګان، اندېښنې پرته پر ماغزو ناوړه اغېز ښندي او د سلولونو په کړنو کې یې بدلون راوستلی شي، نو سټرس سره مبارزه پیل کړئ. البته لنډمهاله سټرس ګټه لري، لکه تر ازموینې مخکې سټرس ادرینالین فعالوي او ماغزه راویښوي.
  • خوړنیز رژيم: کب (ماهي) او غوړي یې وخورئ. سره کړي خواړه چې غوړ اسیدونه ډېر لري، لکه چپس دا کم کړئ. مولټي ویټامین البته طبیعي خوړو کې دا ویټامینونه وخورئ. د وینې خوږو یا قند ته مو پام کوئ. وزن مو کم کړئ.

هېره دې نه وي چې فکري لوبې او کړنې هم حافظه پیاوړې کوي. مطالعه خپل اغېز لرلی شي، ځکه مطالعه لکه د ماغزو اوبه کول. چې ماغزه اوبه نه شي، نو وچېږي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ