یوه هدیره څلور رنګ بیرغونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ليکنه: سمیع الله درانی

دا د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د چمتلې سیمه ده. دا رنګارنګ بیرغونه چې پرې رپېږي د ارغچ هدیره ده، چې تقریباَ د خوګیاڼو ولسوالۍ پیل دی.
له لیکنې مې مطلب دا دی، چې په دې هدیره کې پر قبرونو څلور رنګه بیرغونه رپېږي. د افغانستان ملي بیرغ، د وسله‌والو طالبانو سپین بیرغ، د حزب اسلامي شین بیرغ او د عامو خلکو رنګارنګ بیرغونه لیدل کېږي.
دې کې ۹۹ سلنه خلک د بدمرغه جګړې له امله وژل شوي.
د افغانستان ملي بیرغ لرونکي قبرونه د هغو خلکو دي، چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي.
د سپین بیرغ لرونکو قبرونو خلک هم له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه او یا هم بمباریو کې وژل شوي.
د شین بیرغ والا خلکو هم همدا حال دی او عوامو کې بیا ځینې د جګړې له امله او ډېر کم بیا په خپلو مرګونو وژل او مړه شوي دي.

یوه هدیره او د یوې سیمې خلک

دا چې خلک د افغانستان په هر ځای کې وژل شوي، طبعاَ د یوې سیمې اوسېدونکي دي، ځکه چې هدیره یې یوه ده او یوه هدیره کې دفن دي.
په دې وروستيو کې قبرونه زیات شوي او هدیره هم نوې ده. د دې نوې هدیرې د قبرونو شمېر له سلو اوړي او د ځينو يې بیرغونه بادونو وړي دي.

د یوې سیمې خلک او د یوې جګړې قربانیان

افغان ځواکونه وایي، موږ د وطن لپاره جنګېږو او شعار یې هم، وطن یا کفن دی.
دا هېواد پر افغانانو حق لري، چې د ابادۍ لپاره یې لاس په کار شي او خلک د ارام ساه واخلي.
د دولت وسله وال مخالفین بیا دولت نه مني او سره په جګړه کې ښکېل دي، چې نتیجه یې په یوه کوچني کلي کې د لسګونو کسانو وژل کېدل دي.

د کلي کونډې او یتیمان

د بدمرغه او کرغېړنې جګړې له امله د کلي ميندې بورې، ښځې کونډې او ماشومان یتیمان دي.
د دې کلي د کونډو ژوند په کوم حالت کې دی، د یتیمانو سرپرستي څنګه ده او د دې خلکو راتلونکی به څنګه وي؟
جوته خبره ده، چې ژوند به یې د جګړې له امله له کړاو ډک وي او د ماشومانو آينده به یې خيرات ټولول وي.
تاوان د چا شو؟ بېرته د افغانستان وګړي در به در شول.
نو راځئ چې سوله وکړو او دې بدمرغه او بدرنګې جګړې ته د پای ټکی کېږدو.

د جګړې اقتصادي تاوان

اقتصاد پوهان وایي جګړه په ښه اقتصاد کیږي؛ نو افغانستان خو بیا بیخي د جګړې نه دی.
جګړه کې شنه فصلونه، کورونه، حېوانات او نور ژوندي موجودات او کاینات زیان ویني او بالاخره انسان له ستونزو سره مخ کیږي.
دا هدیره یو مثال دى. د افغانستان په هر ولایت کې د جګړې له امله دا ډول لسګونه هدیرې په میراث پاتې دي.
درنو لوستونکو! که ستاسې په سیمو کې دا ډول هدیرې وي، نو انځورونه او د ځای نومونه یې ولیکئ او راواستوئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.