فبروري 24, 2021

هديرې؛ د انسانانو مړینه، زوال او د جلال غورځېدل…

لیکنه: کامران ستانکزى

ژوند د حقيقت او واقعيت پر پېژندلو، منلو او خوښولو ښکلى کېږي، نو ځکه ښکلى او د کامرانۍ ژوند هغه ګڼو چې د حقيقت او واقعيت پر بنسټ ولاړ وي.
ځينې داسې څيزونه هم شته چې د حقيقت او واقعيت پر محور څرخي، مګر ډېرى خلک ترې وېره لري او د وېرې له امله ترې نفرت او کرکه هم کوي، ځکه طبيعي ده؛ له کومو څيزونو چې وېرېږو خامخا ترې کرکه لرو، يو له دې څيزونو څخه هديره/ هديرې دي.
د انسان پيداکېدل، غټېدل او اخِر مړينه يو دوران دى، کوم چې په مسلسل ډول له نوې بڼې، طرز او تګلارې سره شروع او پاى ته رسېږي.
د ځمکې پر مخ هر ژوندى موجود د الله ج د نعمت په ډول او د قدرت پر اساس خپل ژوند ته ادامه ورکوي او هله ختمېږي کله چې يې ستر رب وغواړي.
ژوند يو دوران دى چې د ځينو ژونديو موجوداتو لپاره ډېر اوږد، د ځينو لپاره درميانه او د ځينو لپاره بيا ډېر لنډ دى، هره طبقه او ګټګوري بيا جلا ځانکړنې او خواص لري. څرنګه چې عموماً د ژونديو موجوداتو دورانونه توپير لري همداسې په انساني طبقه کې هم د هر انسان دوران له نورو سره متفاوت دى، خو که څومره اوږد، درميانه او يا لنډ وي، خو پاى لري او ورتګ يې خاص ستر رب ته دى.
هديرې د انسانانو د زوال، اوج، مړينې او جسد پاتې کېدلو يا خښولو وروستي استوګنځي دي، چې د انسانانو لپاره د کور او زندان حيثيت لري.
زموږ پنځه زره کلن تاريخ د ډېرو ککريو له رېبولو ډک دى او رېبل يې پر دې معنا چې ډېرى يې په خپل مرګ نه، بلکې د تورې او ټوپک ښکار ګرځېدلي دي او دا لړۍ لا د ځوانانو او عموماً د ټولنې د ټولې طبقې د اقشارو په سر او مغزو شيندلو جاري ده.
د اسلامي، افغاني او پښتني کلتور په اساس د مړي جسد د يو لړ پراخو او سپېڅلو مراسمو له ادا کولو وروسته خاورو ته سپارل کېږي، هغه څه چې په کلتوري څانګه کې په رواجي بڼه ليدل کېږي هغه د وفات شوي شخص له وفات کېدو ډېره موده پس مراسم دي چې زياتره په هديرو کې د وير په شتون د شپې لخوا ترسره کېږي او مړي ته پکې د جنت د ورکړې او د ابدي ژوند د ښه‌والي او سمون دعا کېږي، دروند شاعر دروېش درانى په دې اړه وايي:
د وطن په هديرو کې وي دروېشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه
په دویمه نيم‌بيتي کې دروېش درانى په همېشوالي ډول د نرۍ ژړا او څراغونو شتون په هديرو کې ذکر کوي او د جګړو د زيانونو يو منفي اړخ ته دلته هم اشاره کوي چې له امله يې هره شپه په هديرو کې د ژړا او څراغونو د شتون سبب ګرځي/ ګرځېدلي.
د مينې نشتوالى د جنګ د پيل، دوام او ګرمېدو سبب ګرځي او د جنګ په نتيجه کې انسانان مري چې هر څه بيا هديرې، هديرې ګرځي ځکه انسانان پکې د خاور په څېر خاورې کېږي، شاعر کاتب شاه کاتب وايي:
مينه مو نه زده چې د مينې په نوم جنګ ته کېنو
خاونده! ټولې شوې زمونږه منظرې هديرې
ژوند داسې دى چې د ټولنې وګړي د ځوانانو په مړينه نسبت کوچنيانو، پخ عمرو او سپينږيرو ته ډېر خپه کېږي او لامل يې همدا دى چې ځوان ټولنه جوړوي، د ټولنې بار په اوږو اخلي نه د ټولنې بار جوړېږي، شاعر وايي:
هديرې يې په مزار باندې ښايسته شوې
داسې دنګې، داسې ړنګۍ ځوانۍ لاړې
دا ورځ به کله وي؟ چې هديرو ته هغه خلک وسپارو چې د عمر د اوج په نتيجه کې او په خپل مرګ وفات شوي وي، نه هغه خلک چې د بمونو او ګوليو ښکار ګرځېدلي وي او جسدونه يې يا وي نه او يا تيت و پرک وي.
هو هيلې مو داسې ورځو ته دي چې په موقتي نه، بلکې په دايمي ډول هديرې خاموشه شي، داسې خاموشه چې نه پکې د وسايلو او نه پکې د انسانانو اوازونه واورو.
شاعر يې داسې بيانوي:
د کولنګ او د بېلچې غږ پکې نشته
اوس خاموشه هديرې دي يو څو ورځې

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*