مارچ 5, 2021

د حبیب الله احمدزي ژوند ته کتنه؛ څوک دی او له ارګ سره یې جنجال چېرته ورسیده؟

د ولسمشر یوه مخکیني سلاکار او نیږدې سړي حبیب الله احمدزي څه موده مخکې د یوې تلویزوني مرکې پر وخت پر ولسمشر غني او ولسمشریزې ماڼۍ(ارګ) توندې نیوکې وکړې.
د هغه په خبرو کې څو عمده نیوکې دا وې:
ـ ارګ د څو ډلو( د ولسمشر د دفتر ریس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر د ستر سلاکار فضل محمود فضلي او د ولسمشر د لومړۍ مېرمنې د دفتر) له لورې انحصار شوی.
ـ تېرې پارلماني ټاکنې د ارګ د پراخو لاسوهنو قرباني شوې. په دغو ټاکنو کې ولسمشر د ډاکټر فضلي په لاس یو شمېر نوماندانو ته پیسې ورکړې. له ښځینه نوماندانو څخه جنسي استفاده هم وشوه.
ـ په ارګ کې یادې کړۍ د فحشا د ترویج لپاره هم کار کوي.
غبرګونونه
حبیب الله احمدزی له دغو خبرو وروسته له مختلفو غبرګونونو سره مخ شو.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د هغه تورونه رد کړل او ویې ویل، چې هغه نه به لویه څارنوالي د دغو څرګندونو پوښتنه وکړي او شواهد به ورڅخه وغواړي.
د حکومت او ښځینه حقونو پلویانو هم په دې اړه توند غبرګونونه وښودل.
دوی وویل: حبیب الله احمدزی او ورته نور، چې په واک کې وي، هرڅه سم ګڼي، خو له واکه په ایسته کیدو هر ډول ریښتیا او دروغ یو ځای کوي او حکومت بدناموي.

د حکومت سیاسي مخالفینو بیا د احمدزي د خبرو تایید او ملاتړ وکړ.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د احمدزي د خبرو د ملاتړ ترڅنګ هغه په دې وستایه، چې ګواکې لوی جرئت او افشاګرۍ یې کړي.
د څارنوالۍ احضاریه
لوی څارنوالۍ د یوه مکتوب په استولو سره حبیب الله احمدزی احضار کړ، چې پر ارګ د پورې کړو تورونو ځواب ووایي.
حبیب الله احمدزی تېره پنجشنبه څارنوالۍ ته حاضر شو.
هغه وروسته رسنیو ته وویل، چې څارنوالۍ ته د دغه ارګان د درناوي لپاره ورغلی، خو خپل شواهد نه ورسره شریکوي.
د ده په وینا خپل اسناد او شواهد به د څارنوالۍ په ګډون هغه ګډ پلاوي ته وسپاري، چې مدني ټولنې او رسنۍ هم پکې حضور ولري.
هغه ادعا کوي، چې لویه څارنوالي بې طرفه نه ده؛ بلکې حکومت پلوه ده.
څه به کیږي؟
لوی څارنوالۍ تراوسه د حبیب الله احمدزي د تازه ادعاوو په اړه، چې د دغه ارګان د نه بې طرفۍ په اړه یې کړې، څه نه دي ویلي.
دا هم نه ده معلومه، چې له حبیب الله احمدزي سره به څه کیږي؟
آیا څارنوالي به یې د اسنادو د نه سپارلو دریځ تایید کړي، یا وبه مني، چې د مدني ټولنو او رسنیو په ګډون مشترک څېړونکی پلاوی ورته جوړ شي؟
له دې سره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې څارنوالي له احمدزي څخه د پلټنو حق لري، خو د څېړنو تر بشپړیدو باید د هغو چارواکو دندې وځنډوي، وچې احمدزي تورونه پرې لګولي.
خپله احمدزي داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.
خو هغه ټینګار کړی، چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره اسناد او شواهد په واک کې لري.
حبیب الله احمدزی څوک دی؟
حبیب الله احمدزی د ملک عنایت الله خان احمدزی زوی او د حلیم خان احمدزی لمسی په ‍۱۳۳۸ لمریز کال د کابل ولایت په خاکجبارولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل د شش درک د شاه ولی خان په لمړني ښوونځي کې پیل او بیا یی د امام ابوحنیفه (رح) له مدرسې څخه د فراغت سند اخیستی.
په ۱۳۵۸ کال کې د خپل پلار سره یوځای مهاجر شوی څو کاله په ازاده تجارتي کارونو کې بوخت وٌ.
له ۱۳۸۲ کال څخه تر ۱۳۸۹ پورې د امنیت په شورا کې یې دنده لرله. له هغې وروسته د ملی امنیت د عمومي ریاست له خوا په مختلفو وظایفو ګمارل شوی چې د وظایفو تر څنګ یې د حقوقو او سیاسي علومو زدکړي هم کړې.
هغه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر وخت د محمد اشرف غني د امنیت مسول او واک ته له رسیدو سره یې د خاص امنیت په برخه کې ستر سلاکار و.

حبیب الله احمدزي د تېرو پارلماني ټاکنو پر وخت له کابل څخه ځان پارلمان ته نوماند کړ، چې د پایلو په لومړني لیست کې بریالی و.
هغه په وروستي لیست کې ځای نه درلود، چې ده یې پړه د ولسمشر پر سلاکار ډاکټر محمود فضلي واچوله.
ښاغلي فضلي خپله د حبیب الله احمدزي د تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.