سپورټ نړۍ وزش او تمرین

مسلمان نورمحمدوف؛ د راتلونکې سختې لوبې نېټه یې څرګنده شوه!

ټاکل شوې د روسیې هیواد تکړه د ازادي مبارزې لوبغاړی حبیب نورمحمدوف د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د خپل سرسخت سیال جانستن ګاتګي په وړاندې ولوبیږي.

د نورومحمدف سیال د ابوظبۍ څخه دی، چې دا لوبه هم د یاد لوبغاړي په کوربتوب ابوظبۍ کې پلان شوې ده.

څو ورځې مخکې د آزادې مبارزې تکړه مسلمان لوبغاړي نورمحمدوف په خپلو تازه خبرو کې ویلې، چې راتلونکی پړاو ښه راګرځم او له خپل کمربند څخه دفاع کوم.

د روسیې هېواد دا نوموتی او تکړه لوبغاړی د UFC سازمان کمربند لرې او په دې سازمان کې د خپل وزن نړیوال اتل لوبغاړی دی.

نورمحمدوف زیاته کړه:

“زه لوبو ته چمتوالی نیسم او په تمرینونو بوخت یم. پوهېږم پلار مې غوښتل، چې همېشه په ښو شرایطو کې اوسم. پلار مې هېڅکله نه غواړي، چې د هغه لپاره دې خپل تمرینونه پرېږدم. نو په همدې خاطر پوره باوري یم. تمرینونه د دې باعث ګرځي، چې ټول فشارونه له منځه ولاړي شي او یو څوک ښه راوګرځي. زه په مني موسم کې ښه راګرځم او د خپل کمربند څخه دفاع کوم.”

د حبیب نورمحمدوف پلار عبدالرحمن په کورونا ویروس اخته شوی او د مسکو په یوه روغتون کې تر درملنې لاندی دی.

څو ورځې مخکې د آزادي مبارزې «MMA» نړیواله درجه‌بندي خپره شوه، چې پکې حبیب نورمحمدوف په لومړي ځای کې راغلی.

دا نړیواله درجه‌بندي د آمریکا هېواد ESPN ټلویزوني چینل خپره کړې وه، چې پکې مسلمان لوبغاړی نور محمدوف د ښه ځلېدلو او ښو لوبو له امله لومړی ځای نیولی.

۳۱ کلن نورمحمدوف تر دې دمه ۲۸ رسمي سیالۍ ترسره کړې، چې دا ټولې لوبې یې ګټلې او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې.

د آزادې مبارزې دا روسی مسلمان لوبغاړی وروسته له هغه مشهوره شو، چې یو کال وړاندې یې تکړه ایرلینډي لوبغاړي مک ګرګور ته سخته ماتې ورکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ