مارچ 2, 2021

کریس ګیل په ټیسټ کرکټ کې لا هم ۶ کلن ریکارډ ژوندی ساتلی

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې ښي لاسی برید کونکی توپ وهونکی کریسټپر هینري ګیل لا هم په ټیسټ کرکټ کې پخوانی ۶ کلن ریکارډ په خپل نوم لري.

 کریس ګیل، چې په کورني او نړیوال کرکټ کې د شپږیزو د پاچا او ډینجر مین په نوم سره مشهور دی؛ په ټیسټ کرکټ کې یې هم وزته کار کړی دی.

نوموړي په ۲۰۱۲ م کال کې د بنګله دیش خلاف په لمړۍ سیالۍ کې سپین بالر سوهاک غازي پر وړاندې په لمړي بال شپږیزه ترسره کړې ده، چې لا هم تر دې مهاله بل کوم توپ وهونکي دغه کار نه دی کړی.

 کریس ګیل په ۲۰ اوریزه کرکټ کې د بالرانو خلاف هیڅ ډول حوصله نه کوي او ډیر کله یې د هر ډول بالر خلاف خپل بیټ په شپږیزو او څلوریزو ډک ساتلی دی، نو ځکه خو نوموړی اوس په نړیوال کرکټ کې د زیاتو شپږیزو وهلو کې هم لمړی مقام لري.

https://www.youtube.com/watch?v=i8TXQ3q-enw

ویسټ انډیزی کریس ګیل د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر دې مهاله په ۶۰ ټیسټ، ۱۱۲ پنځوس اوریزه او ۱۸۰ شل اوریزه سیالیو کې لوبیدلی دی، چې ډیر کله یې د دغه لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبولی دی.

د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ