مارچ 7, 2021

کرېس ګېل کرکټ کې د پاتې کېدو ثبوت ورکړ!

Advertisements

کرېس ګېل چې ۴۱ کاله عمر لري د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ میاشت کې یې ویلي وو، چې هغه پنځه کاله نور کرکټ هم کولای شي.
که وګورو کرېس ګېل له ډېرو توپوهونکو ښه ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي.
په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې لپاره په وروستیو کې د اوړو پوزه کېښوده او جالبې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې.
یوه یې سلیزه ووهله، یو ځل په ۹۹ منډو وسوځېد، دوه یې نیمه سلیزې ووهلې.
اوس یې د خپلې هغې خبرې ثبوت ورکړ، چې ویلي یې وو، چې پنځه کاله نور هم کرکټ کولای شي او خپل مینوال په هسکو شپږیزو خوشحالولی شي.

د خپلې خبرې ثبوت

کرېسټوفر هېنري ګېل د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۳ یمه نېټه په ابو ظبي کې د لس اوریز کرکټ لیګ په شلمه لوبه کې خپل لوبییز جاود وښود او خپل د کلونو ریکارډ یې بیا راتازه کړ.
نوموړي په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله او په لومړي اوور کې یې له یمن احمدزي څخه ۲۰ منډې واخېستې.
هغه د لس اوریز لیګ په تاریخ کې د یوې چټکې سلیزې ریکارډ بنسټ کېښود.
په ۲۲ توپونو یې د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
خپله لوبډله ټیم ابو دبي یې په ۹ وېکټو تر بري ورسوله.
د دوی لوبډله د لس اوریز لیګ دویم پړاو ته هم تللې او حذف کوونکې لوبه کې له قلندرز لوبډلې سره مخ ده.

کرېس ګېل خپل ۱۲ کلن ریکارډ بیا تازه کړ

هینري ګېل په ۲۰۰۸ کې د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د چټکې نیمه سلیزې بنیاد کېښود، هغه د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ګټه په ۱۲ توپونو پنځوسیزه پوره کړه.
د اډیلایډ سټرایکرز پر وړاندې یې د اسټرالیا په خاوره هسکې شپږیزې نندارې ته وړاندې کړې.
له دې وړاندې یوراج سېنګ د ۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کې په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه او په براډ یې شپږ شپږیزې سر په سر وهلې وې.
خو اوس یې ځل بیا د مرټا عربینز لوبډلې پر وړاندې په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله.

کرېس ګېل او د شپږیزو پاچا لقب ګټل

کرېس ګېل په ټېسټ لوبو کې ۹۸ شپږیزې وهلي دي، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۳۱ شپږیزې، په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۵ شپږیزې او آی پي اېل کې یې ۳۴۹ شپږیزې جوړې کړي دي.

د دې سربېره که د نړۍ په لیګونو کې او کورني کرکټ کې د هغه شپږیزې حساب شي نو له یو نیم زرو یې شمېر اوړي.
له ده وړاندې پاکستان الراونډر شاهد افریدی په شپږیزو کې اول نمبر و، خو کرېس ګېل په ۲۰۱۸ کې وکولای شول، چې د افریدي ریکارډ مات کړي او ځان د جدول سرته ورسوي.
هغه مهال افریدي کرېس ګېل ته چلېنج هم ورکړی و، چې ځانته په ځان به سره یو ، یو اوور لوبه وکړ، چې څوک ډېرې شپږیزې وهي.
خو کرېس ګېل ورته په مسخره انداز ویلي و، چې ته تکړه یې.

ویسټ انډیزیان د چټک کرکټ نمونه

د ویسټ انډیز توپوهونکي د لنډو فارمټونو یا شل اوریز او لس اوریزو لیګونو ته ډېر ښه دي، ځکه ټول د وهلو والا دي او حوصله پکې کمه ده.
بله خوبایي یې د ځواک ده، چې ټول قوي او ځواکمن دي، نو په غټو اندامونو سره توپونه له پولو اړوي او هسکې شپږیزې وهي.
د نړۍ په ټولو لیګونو کې ویسټ انډیزي لوبغاړي ښه پېرل کېږي او د شپږیزو لپاره یې لوبډلې له ځان سره ساتي.

د لس اوریز لیګ په لړ کې نیکولاس پوران هم په ۸۹ چټکې منډې کړې وې، چې ۲۶ توپونه یې لوبولي وو او بیا د کریم جنت لخوا وسوځول شو.
لېنډل سېمونس، پولارډ، شېرفن رترفورډ، شېمرن هېټ مېر او سمیولس هغه نومونه دي، چې د خلکو په زړونو کې به ځای ولري.
د کارلوس برېټوېټ کارنامه په ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کې د انګلستان پر وړاندې راڅرګنده شوه او په وروستي اوور کې یې څلور شپږیزې یې سر په سر په بېن سټوکس ووهلې او نړیوال جام یې وګاټه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ