رحمن‌الله ګربز: راشدخان  سره اوسېدل راته د خوښۍ احساس راکوي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان، تکړه، توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمن‌الله ګربز ویلې راشدخان سره اوسېدل راته د خوښۍ احساس راکوي.

ګربز پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې یوه داسي ویډيو خپره کړې، چې پکې له راشدخان ارمان سره په خبرو بوخت دی، او د یادي ویډيو سره راشدخان ته په خطاب کې یادي څرګندونې کړې.

هغه لیکلې:

«راشدخانه رب دي ژوندی لره، ستاسره اوسېدل راته د خوشحالۍ احساس راکوي.»

 

ویډیو

 

https://fb.watch/6eLVBUQ_3l/

 

راشدخان ارمان او رحمن‌الله ګربز اوس متحده عربي اماراتو کې دي، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبیږي، خو راشدخان ارمان به ډېر ژر انګلستان ته سفر وکړي، ترڅو د یاد هیواد په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ګډون وکړي.

ددې ترڅنګ رحمن‌الله ګربز بیا د پاکستان سوپرلیګ په څو سیالیو کې ولوبېد، خو څه ناڅه مریض شو او له لوبو لرې پاته شو او اوس راپورونه ورکول کیږي، چې هغه به ډېر ژر بیرته د لوبډلې سره یوځای شي او د پاکستان سوپرلیګ په پاتې سیالیو کې به ولوبیږي.