سپورټ کرکټ وزش او تمرین

رحمن‌الله ګربز په ۱۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نوي ځوان لوبغاړي رحمن‌الله ګربز پرون په ۱۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله.

هغه د کندهار په کوربتوب بُست غوره لیګ سیالیو کې د بالاحصار زلمیانو لوبډلې سره یوځای شو، چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې خورا ښه توپوهنه وکړه او پنځوس منډې یې په ۱۳ توپونو پوره کړې.

ګربز په یاده لوبه کې شپږ شپږیزې او څلور بیا څلوریزې ووهلې.

هغه یاده لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د لوبې حال

د بُست غوره لیګ په روان لیګ کې پرون دوشنبه ناصر افغان بالاحصار زلمیانو د الفرهاد ابراشیم کاروان لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې ناصر افغان بالاحصار لوبډلې په ۳۲ منډو توپير بریا خپله کړه.

لومړی توپوهنه د ناصر افغان بالا حصار لوبډلې وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلي لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو ستر هدف کېښود.

د ناصر افغان بالا حصار زلمیانو لوبډلې لپاره رحمن الله ګربز ۵۰، نجیب الله او احمد ظاهر پټان ۳۶-۳۶ منډي تر نورو ډېري وکړې.
کله چې الفرهاد ابراشیم کاروان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، دا لوبډله ونه توانېده، چې د ناصر افغان بالا حصار لوبډلې له لوري ورکړل شوی د ۲۲۹ منډو ستر هدف ته ځان ورسوي.
یادې لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۲ منډو په توپیر د ناصر افغان بالا حصار لوبډلې ته وبایلله.

د یادې لوبې په ګټلو سره ناصر افغان بالاحصار لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړه.

بُست غوره لیګ

بُست غوره لیګ کې پنځه لوبډلې شاملې دي، چې د ملې لوبډلې د دوو لوبغاړو رحمن‌الله ګربز او شراف‌الدین اشرف په ګډون د ۱۹ کلنې ملې لوبډلې عظمت‌الله عمرزی او عبدالرحمن هم یوځای شول.

رحمن‌الله ګربز او عضمت‌الله عمرزی د ناصر افغان بالاحصار زلمیانو سره او شراف الدین اشرف او عبدالرحمن بیا د الفرهاد ابراشیم کاروان لوبډلې سره لوبیږي.

نن ماپښین یوه نیمه بجه ناصر افغان بالاحصار لوبډله د یاد لیګ نیمه پایلوبه د حیات میوند اتلانو لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

د ننۍ لوبې ګټونکې لوبه به بیا سبا د چهارشنبې په ورځ د نعمت‌الله قلعه اختیار‌الدین ستوري لوبډلې سره د بُست غوره لیګ پایلوبه ترسره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ