رحمن الله ګربز: خوښ یم چې د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوی یم

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او ځوان توپوهونکی رحمن الله ګربز وایي، خوښ دی، چې د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې ډهلي بولز لوبډلې اخیستی.
د ګربز ددې څرګندونو ویډیو ډهلي بولز لوبډلې پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خپره کړې ده.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي.
په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي.
یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» څو ورځې وړاندې ترسره شوه، چې د معلوماتو له مخې پکې تر لسو زیات افغان لوبغاړي واخیستل شول.

لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

محمدنبي، شهزاد محمدي، قیس‌احمد، رحمن‌الله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، فضل احق، عظمت‌الله عمرزی، حضرت‌الله ځاځی، درویش رسولي، نجیب‌الله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهرخان.
قیس‌احمد، کریم جنت، فضل‌حق فاروقي، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران بنګله ټایګر لوبډلې.
محمدنبي، رحمن‌الله ګربز او وقار سلام خېل ډهلي بولز لوبډلې.
نوین الحق او نجیب‌الله ځدران ابو ظبۍ لوبډلې.
محمد شهزاد او ظاهرخان ډیکن ګلډیټرز لوبډلې.
عضمت‌الله عمرزی قلندرز لوبډلې.
دروېش رسولي پوني ډیویلز لوبډلې.
که څه هم د مراتا عربینز لوبډلې په خپور شوي سکواډ کې حضرت‌الله ځاځی نه لیدل کیږي، خو هغه پر خپلې رسمي فسیبوک پاڼې خبر ورکړی و، چې یوځلې بیا له مراتا عربینز لوبډلې سره یوځای شو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ