مارچ 4, 2021

رحمن الله ګربز: لس اوریزه لیګ کې مې ښه تجربه ترلاسه کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی رحمن الله ګربز وایي، چې د متحده عربي اماراتو لس اوریزه لیګ ټولې لوبې ورته د یوه لوبغاړي په توګه په زړه پورې تجربې وې.
ګربز پر خپل انسټاګرام ویلې، زه خوشبخته یم، چې د نړۍ په غوره لیګ کې د براوو او محمدنبي تر مشرۍ لاندې مې لوبې وکړې.
هغه ویلې، موږ به ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې لا پیاوړي شو.

رحمن الله ګربز، چې له دویم مقام ګټونکې لوبغاړي ډهلي بولز سره ولوبېد، په اتو لوبو کې یې ۱۷۷ منډې وکړې.

ټي ټین لیګ

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې وړمه ورځ شنبه د فیبرورۍ په ۶مه نېټه د نارترن وایررز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
د نارترن وایررز سره ددې لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې وایررز لوبډلې په اتو ویکټو ډهلي بولز ته ماته ورکړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي