په پرونۍ لوبه کې د ځوان رحمن الله ګربز څلور ریکارډونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون پنجشنبه ایرلنډ ته په ۱۶ منډو توپیر ماته ورکړه.
په یاده لوبه کې د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې, چې د ملې لوبډلې په بریا کې یې رغنده رول ولوباوه.
پرونۍ لوبه د رحمن الله ګربز لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه، چې د خپلې ښې توپوهنې له امله یې څلور داخلي او نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړل.

د ایرلنډ پر وړاندې لوبه کې د رحمن الله ګربز ریکارډونه

۱- د افغانستان لومړی لوبغاړی شو چې په لومړۍ لوبه کې یې سلیزه ووهله.
۲- په نړۍ کې دویم کم عمره لوبغاړی شو چې په لومړۍ لوبه کې یې سلیزه ووهله.
۳- په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په لومړۍ لوبه کې یې زیاتې نهه شپږیزې ووهلې.
۴- په نړۍ کې دویم لوبغاړی شو چې په لومړۍ لوبه کې یې ډیرې منډې وکړې.
تر لوبې وروسته هغه په یوې مرکه کې وویل، چې د پرونۍ لوبې ریکارډونو ته یې هیڅ سوچ نه و او نه هم په خبر و.
هغه زیاته کړه:
‹‹هیڅ احساس مي نه کاوه چي دا مې لومړۍ لوبه ده، ځکه د روزونکو او تجربه لرونکو لوبغاړو تشویق او هڅي راسره وې. که څه هم په پرونۍ لوبه کې زموږ ویکټې ژر ولاړې، خو زما پلان دا وو، چې د لوبې تر اخره ویکټ وساتم. ریکارډونو ته مي هیڅ سوچ نه و او نه هم په خبر وم. خو یو ریکارډ چي د چا په نوم ثبتیږي نو ډېر خوشحاله وي.››
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د ایرلنډ خلاف راتلونکو دوو سیالیو او نورو سریزونو کې به یې هم هڅه دا وي چې همداسې توپوهنه وکړې.
ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ خلاف د سریز دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي