فبروري 24, 2021

رحمن الله ګربز دویم لوبغاړی شو، چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې زیاتې منډې کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز نن د ایرلنډ په وړاندې خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
په دې لوبه کې رحمن الله ګربز په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې، چې پکې ۸ څلوریزې او ۹ بیا شپږیزې شاملې وي.
په دې سره هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه وهي.
تر دې مخکې هیڅ افغان لوبغاړی نه و توانېدلی، چې په خپله لومړۍ نړیواله یوورځنۍ لوبه کې سلیزه جوړه کړې.
د معلوماتو له مخې ګربز بیا په نړیواله سطحه ۱۶م لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه بشپړوي.
د دې ترڅنګ هغه په نړیواله سطحه دویم لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې زیاتې منډې جوړوې.

هغه لوبغاړي چي خپل په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي يي ډېري منډي کړي

۱- ۱۹۷۸ کال، هاینز: ۱۴۸
۲-  ۲۰۲۱ کال، ګُربز: ۱۲۷
۳- ۲۰۱۵ کال، چاپمین: ۱۲۴
۴- ۲۰۱۰ کال، اینګرام: ۱۲۴
۵- ۲۰۰۹ کال، ګوپټيل: ۱۲۲
۶- ۱۹۹۲ کال، فلاور: ۱۱۵
نن افغان او ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه، چې پکې دا د رحمن الله ګربز او عظمت الله عمرزي لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*