یاران سپورټس
دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس وېره خپره ده، نو د ورزش نړۍ نږدې هر ډول لوبغالي خالي دي او لوبغاړي پکې نه لیدل کېږي.
خو پر دې سربېره بیا هم ډېری لوبغاړو ځان ته د تشویش زمینه نه ده برابره کړې، بلکې په خوښۍ هغو ځایونو کې لوبو او تفریح ته دوام ورکوي، چې د کرونا ویروس تهدید پکې نشته.
د هندوستان زیاتره لوبغاړي په کورونوکې د ورزشي تمریناتو په مرسته خپل فېټنېس ساتي، راشدخان هم په خپله ټوېټر پاڼه د خپلو تمریناتو وېډیو خپره کړې ده، همدارنګه د انګلستان زیاتره کرکټ لوبغاړي په کورونو کې تمرینات کوي او خپله روغتیا ساتي.
خو د اسټرالیا دوه بهترینه کرکټ لوبغاړي، چې یو یې د اسټرالیا په نارینه کرکټ لوبډله کې بله یې د اسټرالیا په ښځينه کرکټ لوبډله کې لوبېږي، خپلو لوبیزو تمریناتو او له ژوند څخه خوند اخیستلو ته ادامه ورکړې ده.
مېچل سټارک:
د اسټرالیا کيڼ لاسی چټک بالر دی، خورا خطرناک بالر دی، دا لوبغاړی اوس د اسټرالیا یوې داسې شنې سیمې ته تللی، چې په خبره یې د کرونا ویروس پکې نشته او له خپلې مېرمنې سره د ګلف په لوبو او نورو چکرو بوخت دی.
هغه یو یوټیوب چېنل ته ویلي، چې له خپلې مېرمنې سره د ګلف په سیالیو بوخت دی.
د دغې مرکې جالب ټکی:
د مېچل سټارک مېرمنې د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا ډېر ښه وخت دی، مونږ دواړه یو ځای یو او مېچل سټارک له ما سره زما بېګ انتقالوي، دې سره دواړو وخندل.
مېچل سټارک بیا وایي، زما مېرمنه د ګلف سیالیو مینواله ده او په همدې خاطر ورسره راغلی یم او دا مې لومړی ځل دی، چې د کېمرې پر وړاندې د ګلف شاټ وهم.