ګلبدین نایب: مُرال مو لوړ دی، نړیوال جام کې به له اسیا جام هم ښه ولوبیږو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان لوبډلې لپاره د یو ورځنیو لوبو تازه ټاکل شوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ویلي، چې نړیوال جام لپاره یې د لوبډلې او لوبغاړو مُرال خورا لوړ دی.
هغه ویلي زمونږ لوبډله د بریا ډېر چانس لري، ځکه چې د لوبغاړو روحیې ډیرې لوړې دي.
دا خبرې ګلبدین نایب په داسې حال کې کړي، چې نړیوال جام ته پوره یوه میاشت پاتې ده او ۳۴ ورځې وروسته افغان لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا خلاف بخت ازمایي.
دا دوهم ځل دی، چې افغانستان د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې لوبېږي، ۲۰۱۵ کال کې افغان لوبډله اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ولوبېدله.
اوس یو ځل بیا انګلستان او ویلز سیمه کې د ۹ لوبډلو پر وړاندې لوبو ته چمتو ده.
نایب وايي، تېرکال په غوراوي جام سیالیو کې مونږ اتلولي یوړه او اوس مو تازه افریقا کې تمریناتي کېمپ پای ته ورساوه.

نوموړي ویلي زه چې کله د خپلې لوبډلې په هکله فکر کوم، مونږ په وروستیو دوو میاشتو کې ډېر کار کړی او لوبډله پوره برابره ده، چې په اغېزناکه توګه نړیوال جام ولوبوي.
نوي لوبډلمشر دا خبرې پرون په کابل کې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته کړي دي، هغه وایي د ځوانانو مُرال خورا هسک دی او نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره په مسئولانه ډول جذبات لري.
هغه په سهیلي افریقا کې د لوبغاړو له منظم کېمپ څخه هم خوښي څرګنده کړې ده.
نایب زیاته کړې؛ افغان لوبغاړو کېمپ په پوره اتفاق سره ولوباوه او نړیوال جام کې به یې هم لوبې همداسې په اتفاق مخ ته ځي.
اوس مهال افغان ټیم د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لسم ځای لري.
ګلبدین نایب د کرکټ لوبډلې د اسیا جام غوره لوبو ته اشاره کړې، چې افغان لوبډله پکې وځلېده، هغه وایي دا کرکټ دی هر ډول لوبه پکې شونې ده او ښایي چې مونږ نړیوال جام کې له اسیا جام ښه وځلېږو.