ګلبدين نائب د لومړني افغان لوبغاړي په حيث حشمت شهيدي ته مبارکي ورکړه

ګلبدين نائب پر خپل ټويټر اکاونټ حشمت الله شهيدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړې.

وروسته له هغې چې د افغانستان کريکټ بورډ پرېکړه وکړه چې حشمت الله شهيدي ته به د يو ورځنيو او ټیسټ لوبو د لوبډلمشرۍ مسوليت ورکوي د هيواد مشهورو څېرو او د کريکټ مينوالو ورته لبيک ووايه او د کريکټ بورډ وروستۍ پرېکړه يې وستايله .

خو د پريکړي له هماغه ساعته بيا د سې شنبې ترسهاره حشمت الله شهيدي ته کوم افغان لوبغاړي مبارکي نه وه ورکړې يوازنی لوبغاړی ګلبدين نايب دی چې نوموړي ته يې د هغه د نوي مسوليت مبارکي ورکړې.

ګلبدين نايب پر خپل ټويټر اکاونټ په انګليسي ژبه حشمت الله شهيدي ته د مبارکۍ تر څنګ داهم ليکلي چې راتلونکی سفر به يې ډېر ښه وي او نوی پړاو دې بختور وي.

تر ګلبدين نايب يو ساعت وروسته افتاب عالم هم نوي لوبډلمشر ته مبارکي ويلې او همدارنګه يې د اصغر افغان څخه هم مننه کړې چې په تېرو څو کلونو کې يې د کريکټ په برخه کې د افغانستان نمايندګي کړېده.

ګلبدين نائب په ۲۰۱۹ز نړيوال جام کې د اصغر افغان تر لېري کېدو وروسته د افغانستان نمايندګي وکړه خو د راشدخان او محمدنبي په ګډون اصغر د ګلبدين نايب لوبډلمشري ونه منله او د فرهان يوسفزي په مشرۍ کې بيرته اصغر لوبډلمشر وټاکل سو.




وروستي مطالب