ليکنه: مدثر دعوت
ګلبدين نائب د کريکټ د ټولو بدبختيو عامل عاطف مشعل بولي.
وروسته تر هغې چي د افغانستان د کريکټ بورډ له لوري اصغر افغان بيرته د کريګټ ملي لوبډلي د ۳ واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو ګلبدين نائب پر خپلي رسمي فيسبوک پاڼي له داسي خبرو پرده پورته کړه چي له وړاندي ورباندي د خلکو شک وو.
ګلبدين نائب وايي عاطف مشعل په کريکټ کي تل سياست ګډ کړی او د تباهئ په لور يې روان کړی.
د ګلبدين نائب پر خپل فيسبوک دويمه خپرې سوې ويډيو کي وايي : عاطف مشعله ته د کريکټ څخه لاس واخله او خپل سياسي مسلک دي جوړ که،ځکه کريکټ ستا د وس کار ندی.
دی زياتوي چي مشعل د خلکو او زما د کريکټ په اړه ولسمشر ته غلط مالومات ورکړي او د هغه چا د لوبډلمشرۍ ملاتړ يې وکړ چي په نړيوال جام کي پر لوبو کولو منکر وو،دا ځکه چي د مشعل ملګری وو او مشعل خپله د ګروپ مشر وو.
نائب وايي نبي او راشد د عاطف مشعل په غوښتنه ټويټونه وکړه او استعمال يې کړه.
نوموړی وايي چي اوس به مالومه سوې وي چي د اقتدار او لوبډلمشرۍ شوقي څوک دی؟
ګلبدين نائب د ګوتي په ښورولو سره وايي چي د عاطف مشعل د ټولو بدبختيو په اړه چي په نړيوال جام کي يې رامنځته کړې،د هغه ګروپ په اړه چي چي جوړ کړی يې وو او ورسره يې ناستي کولې يوه ورځ حتماً ولسمشر ته وايم،ځکه يوازي ستا ندی ولسمشر، زما هم دی!
د ګلبدين نائب د دويمي ويډيو لينک:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=476069769710133&id=320072171452191