کلتور او هنر مخکښان

ګلپاڼه به فلمي لوبغاړې شي، واده به چاسره وکړي؟

وایي ځواني یوه نیشه وي، هسې نه چې همېشه وي! یو وخت به خلکو د نغمې د ښایست او موسیقۍ په مستانه مینه په خبرو کې هغه د مثال په رقم یادوله، خو اوس د ګلپاڼې نوم ډېر پر ژبو اوړي.

ګلپاڼه ۵ کاله کیږي، چې سندرو ته یې مخه کړې، خو دومره مینه وال یې موندلي چې نورو ښایي په لسیزو سندره ویلو نه وي موندلې.


ګلپاڼې څه وخت وړاندې عمره هم ادا کړه

په دې مطلب کې د ګلپاڼې ژوند ته د کتنې ترڅنګ د هغې په اړه د مطلب په سرلیک کې مطرح شوې پوښتنې ځوابوو!

۵ میلیونه فیسبوکي مینه وال
ګلپاڼه سره له دې چې خپله فیسبوک پاڼه پخپله نه چلوي، خو کله ـ کله یې څاري او خپلو مینه والو ته د ځینو پيغامونو ځواب ورکوي. د ګلپاڼې فیسبوک پاڼه تر ۵ میلیونو زیاتو کسانو خوښه کړې.

دا مشهوره سندرغاړې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ په عربي هېوادونو او تقریباً هر چېرته چې د پښتو، فارسۍ او اردو موسیقۍ اوریدونکي شته، دا پکې مینه وال لري.

د ګلپاڼې په وینا دا د (وه زما نادان ملنګه) سندرې په ویلو زیاته مشهوره او د پام وړ شوه.

له هغې وروسته ګلپاڼې د اردو ژبې له مشهور هنرمند عاطف اسلم او د پښتو له مشهورې هنرمندې نغمې سره جوړه سندرې وویلې.

د ګلپاڼې یو البوم چې تېرکال په ویډيویي بڼه خپور او ظاهراً د هغې یو کنسرټ دی، خورا د پام وړ وګرځېد.

په دغه البوم کې نوموړې د حمزه بابا، رحمت شاه سائل، اکرام الله ګران او نورو مشهورو شاعرانو شاعري ویلې.

له سندرو وراخوا
ګلپاڼې په ټولنیزو علومو کې ماسټري کړې، وایي هیله لري چې وخت پیدا کړي او په خیریه کارونو یې ولګوي.

د ګلپاڼې مور و پلار ژوندي او د هغې د هنر هڅونکي دي. هغه ۵ خویندې او یو ورور لري، د کورنۍ دویم اولاد ده.

وایي نه یې یادیږي، چې په کور کې یا د باندې کله غوسه شوې وي.

ګلپاڼه د کابل منتو ډېره خوښوي او وایي هرځل چې هلته ځي خوراک یې همدغه وي.

په رنګونو کې یې تور، سپین او سور خوښ دي.

راشه ماما ځوی دې لیونی دی. ګلپاڼې او زرڅانګې جدا جدا زمزمه کړی؛

واده به چاسره کوي؟
د ګلپاڼې د ګډ ژوند د مینه والو به شمېر له حده پورته وي، خو مینه والو ته یې بد خبردا دی چې ګلپاڼې ټول په قسمت سپارلي.

هغه وایي واده به په قسمت کوي، ګوري چې چا سره یې نصیب وي، د هماغې د ژوند ملګرې به شي.

د بالیوډ بلنه
ګلپاڼه وایي بالیوډ ورته په فلمونو کې د کارکولو بلنه ورکړې، پاکستاني سېنما هم ورنه دا مرسته غوښتې خو دا نه غواړي چې فلمي لوبغاړې شي.

د دې په وینا په سندرو کې لا ځلیدل یې خوښ دي او همدې هنر ته به دوام ورکوي.

ګلپاڼې متحده عربي اماراتو، قطر، عمان او کابل ته هنري سفرونه کړي. وایي کابل ورته خپل کور ښکاري، ځان پردۍ نه ګڼي او د خوشاله افغانستان هیله منه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات