خواړه روغه سټه

ګل ختمي او روغتیایي خواص یې !

ژباړه: نسیمه محمدي

د ګل ختمي پاڼې او ګلان د دم شوي چای او شیرې په بڼه د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

ګل ختمي سر بېره پر دې چې د غټو او رنګارنګ ګلانو په درلودو نه یواځې د کور او باغچې د ښکلا لپاره کارول کېږي، بلکه ډېری ناروغیو ته د درملو په توګه هم کارول کېږي.

ګل ختمي په بېلابېلو فرهنګونو کې

په تاریخي لحاظ ګل ختمي په ډېری فرهنګونو کې د ناروغیو د درملنې لپاره د پام وړ ماده ښودل شې ده.

په لرغوني مصر کې د ګل ختمي له دم شوې بڼې د تبې د له منځه وړلو، د عصبي او زړه اړوند ناروغیو او همدارنګه ادرار ډېرښت لپاره کار اخېستل کېده.

په افریقایي هېوادونو کې هم ګل ختمي د قبضیت، سرطان ناروغۍ، ځیګر ناروغۍ، زکام او ټوخي درملنې لپاره تجویز کېدو. همدارنګه د ټپونو د ژر رغېدو لپاره د دې ګل پاڼې وټکوئ او شیره یې په ټپونو کېږدئ ښه پایله به تر لاسه کړئ.

په ایران کې د ګل ختمي څخه د وینې لوړ فشار لپاره د دې ګل دم شوې چای څښل کېږي.

نوې څېړنې وایي، چې ګل ختمي کولای شي د وینې لوړ فشار او د وینې کلسترول کنترول کړي. هر څو په دې اړه ډېری څېړنې ته اړتیا ده.

په لرغوني یونان کې، ګل ختمي له شاتو سره یو ځای اېشول کېده او د ټپونو د رغېدو، خوني اسهال، د سیاتیک دردونو او غاښ درد لپاره کارول کېده.

د ګل ختمي خواص

د دې ګل بېلابېلې برخې لکه پاڼې، ګل، ریښه او ډنډر بېلابېل طبي خواص لري. ګل ختمي د تنفسي سیستم او برونشېت لپاره ډېر سپارښت کېږي.

د دې ګل ریښه د زکام، ستوني درد او نورو تنفسي ناروغیو لپاره غوره درمل دي، چې څو زره کلنه مخینه لري. د اغېز لامل یې هم هغه لعاب دی، چې د ریښې، پاڼو او ګلانو له ایشولو او خیشتولو وروسته تر لاسه کېږي.

د ګل ختمي پاڼې د غاز نیول شویو نارغانو او اور له امله سوځېدلو لپاره او له دې کلبه سوروالی او سوزش ښه درمل دي.

ګل ختمي د هاضمې سیستم پورې اړوند ناروغیو او په ماشومانو کې د غاښ ایستلو په وخت د ورۍ التهاب له منځه وړي.

په دې وروستیو کې ګل ختمي د هاضمې سیستم ناروغۍ لکه دمعدې سوزش، بد هضمي، د کولمو زخم او التهابي کېدلو لپاره کارول کېږي. همدارنګه څېړونکي په شکر ناروغۍ اخته کسانو د ګل ختمي د اغېز په څېړلو بوخت دي.

ګل ختمي د سرطان ناروغۍ او د وزن د کمښت لپاره ګټور دي. د یوې څېړنې پایلې وایي د ګل ختمي شیره د بدن په میتابولیزم اغېز کوي او د چاغښت او د ځيګر له وازدې مخنیوی کوي.

دا استوایي بوټی د سپږو د له منځه وړلو لپاره ښه اغېز لري.

احتیاط

سر بېره پر دې څېړنې ښایي ګل ختمي په بدن کې د استامینوفین په ترشح اثر کوي؛ هر څو دا اغېز کېدای شي ډېر کم او ضعیف وي.

اومېندواره او شیدې ورکوونکي مېندې باید د دې بوټي له ډېر خوړلو ډډه وکړي.

سوړ مزاج لرونکي یې باید له شاتو سره ګډ وخوري.

د جوړولو طریقه

د ډوډۍ خوړلو یو قاشغه ګل ختمي په یو ګرد لوښې یا چاینک کې د ۷۰ تر ۸۰  درجو تودو اوبو سره ګډ او د ۱۵ دقیقو لپاره دم کړئ. خوږولو لپاره یې د شاتو څخه ګټه واخلئ.

د دې بوټي د ریښې چای دم لپاره، ریښې پاکې ومینځئ او په یو لیتر اوبو کې د ۳۰ دقیقو لپاره دم کړئ. له سړېدو وروسته له یوې صافي وباسئ. د اړتیا په صورت کې یې د شاتو سره خوږولی شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.