کورنی ژوند

ښځو ته؛ نارینه درنه دا جملې غواړي واوري!

لیکنه: صادق طارق

د نړۍ ترټولو حساسې او خورا زیاتې اړیکې په طبیعي ډول خدای تعالی(ج) د نارینه او ښځینه وو ترمنځ پیدا کړي.

دوی یو بل ته اړتیا لري او له یو بل پرته نه شي کولای د بشریت د نسلي، فرهنګي او نور دوام لپاره څه وکړي.

چې داسې ده، هر لوری په دغه اړیکه کې ځینې توقعات له یو بله لري.

د ښځو په اړه به مو زیات اوریدلي وي، چې له نارینه وو دا او هغه توقعات لري.

دلته به ولولئ، چې نارینه له ښځو څه توقعات لري، یا کومې جملې دي چې دوی غواړي له خپلو مېرمنو یې واوري.

ته مې ډېره خندوې!

د طبي څېړنو له مخې نارینه ډېر لېواله دي، چې خپلې مېرمنې خوشاله وساتي او داسې خبرې ورته وکړي، چې هغوی ورسره وخاندي.

د دې لپاره دوی خپلو مېرمنو سره هم ټوکې کوي، هم داسې خبرې کوي، چې هغوی وخندیږي او خوشاله شي.

نو که غواړئ نارینه مو بیرته خوشاله کړئ او ویې پوهوئ، چې تاسې یې خندولي یاست او خندولی مو شي، نو ورته دا جمله وکاروئ: ته مې ډېره خندوې، ودې خندولم، خندا دې راوسته…

درسره ارامه یم!

د نارینه وو د ژوند یو لوی هدف دا وي، حتا دا ورته د نارینتوب یو اصل ښکاري، چې خپلې مېرمنې په هرلحاظ ارامه او خوشاله وساتي.

که مېرمنې غواړي، بیرته خپل نارینه خوشاله کړي، ورته ودې وایي: د امنیت احساس درسره کوم، ارامه یم او داسې نور…

په دې ډول هغه پوهوئ، چې ستاسې په ارامولو او خوندي ساتلو بریالی شوی دی.

ستا یو ښه عادت دا دی…

دا یوه بله جمله ده، چې نارینه یې غواړي له خپلو مېرمنو واوري.

دغه جمله دوی ته ‌ډاډ ورکوي، چې مېرمنه یې عادتونه خوښوي او ورسره راحته ده.

څنګه چې ښځینه پخپل صفت زیات خوشالیږي، نارینه هم دغسې د ځان ستاینو د اوریدو غریزه لري.

نا مستقیمه مینه او ستاینه وکړئ

مینه او ستاینه مستقیمه هم کیږي او ټولو نه خوندوره ده، خو په ګډ ژوند کې دا ډول مینه او ستاینه کیدای شي کله په تکرار بدل شي.

د دې لپاره ښه ده، چې کله له نامستقیمو لارو کار واخلئ.

مثلاً: پر یوه ګیلاس د ګډ ژوند د ملګري عکس چاپ کړئ، د خوښې عطر یې ورته واخلئ، هغه کتابونه واخلئ چې دا یې ډېر خوښوي او ورته ووایئ: دا خو د خاصو خلکو لپاره دي، هرڅوک یې وړ نه دی، ته یې وړ یې!

در باندې ویاړمه!

له ښځو څخه د نارینه وو یوه لویه تمه دا وي، چې د ژوند اتل یې شي.

لازمه هم ده، که په ګډ ژوند کې همداسې حالت رامنځته نه شي، نه کیږي چې ګډ ژوند ډېر خوندور وي.

ښه به وي، چې د خپل ژوند ملګري ته د ( درباندې ویاړمه) جمله وکاروئ.

دا جمله هغه او تاسې نور هم سره نیږدې کوي او ګډ ژوند خوندوروي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق