مارچ 5, 2021

سنیل ګروور به بیا د کپل په خپرونه کې راښکاره شي

Advertisements

د یوې اوږدې مودې خفګان وروسته به یو ځل بیا د هندي سینما تکړه ممثیل او مزاحیه خپرونکې چلونکي کپل شرما په خپرونه کې د نوموړي پخوانی همکار سنیل ګروور راښکاره شي.
ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو له راپورونو لیکلي؛ داسې معلومیږي چې د کپل شرما او سنیل ګروور تر منځ جنجال او خفګان ختم شوی.
د هندوستان په شمول د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د خندونکي ټلویزیونې خپرونې (دې کپل شرما شو) کې پخوا سنیل ګروور د یوه مزاحیه ډاکټر یا ډاګتر ګلائی رول لوبوو چې وروسته د دواړو تر منځ په یوه څه خفګان رامنځه شو او دغه خفګان دومره لوی شو چې له امله یې دغه ښکلي او په زړه پورې ټلویزیونې خپرونه بنده شوه.
د کپل شرما سره د اړیکو له خرابوالي وروسته سنیل ګروور خپله د یوې ټلویزیونې خپرونې پیل وکړ او کپل شرما هم څو ځلې دغه ډول هڅه وکړه چې یوه خپرونه پیل کړي، پیل یې هم کړه خو په ستونزو کې راګیر کپل په دې نه توانېده چې خپلې لومړۍ خپرونې کامیابې کړي او څو خپرونې یې بېرته بندې شوې.
خو څه موده وړاندې یې یو ځل بیا په خپله خپرونه (دې کپل شرما شو) باندې پیل وکړ او دا چې د نوموړي دغه خپرونه کامیابه شوه نو ورسره د سونیل لخوا پیل شوې خپرونې مینوال کم شول.
اوس رسنۍ وایي چې د اوږدې مودې وروسته داسې معلومیږي چې د دغو دواړو همکارانو تر منځ جګړې او خفګانونه پای ته رسیدلي دي.
هندي رسنۍ وایي سنیل ګروور به ډېر ژر یو ځل بیا د کپل شرما په ټلویزیوني خپرونه کې راښکاره شي خو دا ځل به د ډاکټر ګلائی یا کوم همکار په رول کې نه وي بلکې د خپرونې د یوه مېلمه په ډول به دغه خپرونه کې ونډه واخلي.
ویل کیږي سنیل ګروور به د سلمان خان د راتلونکي فلم بهارت چې دی هم برخه ده د اعلان په خاطر په دغه خندونکې خپرونه کې د فلم ستوري سلمان خان او ښکلې اداکارې کټرینه کیف سره یوځای راښکاره شي.
ویل کیږي چې د دواړو په جنګ او خفګان کمولو کې د سلمان خان دغه فلم ډېر رول لرلی دی چې دوی دواړه یې سره بېرته دوستان کړل.
دا فلم به روان کال ۲۰۱۹ کې د اختر په شپو ورځو کې د سینما په پردو روښانه شي.