هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

شین چای مخ ته ښکلا او ویښتانو ته ځلا ورکوي

په شین چای کې شته انتي اوکسیدونه، پولي فینول، او کافین د عمومي روغتیا لپاره ډیر ګټور دي. ددې سربیره شین چای د انسان پوټکی او ویښتان هم روغ او تازه ساتي.

دلته موږ د شین چای هغه ګټې راخلو کومې چې مخ ته ښکلا او پوستکې ته ځلا ورکوي.

شین چای؛
د سترګو شاوخوا تورې حلقې ختموي.

په شین چایو، چې ګرم نه وي، مالوچ لامده کړئ. د سترګو شاوخوا يې ومږئ. د سترګو تورې حلقې په له مینځه وړلو کې مرسته کوي. او یا هم د شین چایو پاکټ په اوبو کې کیږدئ، او بیا يې د سترګو شاوخوا ومږئ؛ د سترګو شاوخوا تور خاپونه ورسره کمیږي.
پوستکی ژر زړیدو ته نه پریږدي.
شین چای پوستکی ژر زړښت ته نه پریږدي. هغوې چې شین چای څښي، پوستکې يې ځوان وي او ژر کونځې کونځې نه کیږي. په شین چای کې شته انتي اوکسایدونه د زړښت سره مبارزه کوي.

د ځوانکو او دانوکیو مخه نیسي.

شین چای د بکتریا ضد حصوصیات لري. شین چای مرسته کوي، چې د تیرسریو (دانوکیو) او ځوانوکو مخه ونیسي. د شین چایو پاکټ په اوبو کې لوند کړئ او په مخ يې ومږئ، د ځوانکو او تیرسریو په غلاج کې مهم رول لوبوي.

د مخ چاودنه رغوي.

شین چایو پاکټ د یخ اوبو او یا هم د یخ د ټوټې سره یوځای کړئ او په چاودلي ځای يې ونیسئ، د مخ چاودنو ورسره ښه کیږي. همدارنګه شین چای د مخ غوړوالی کموي او د مخ په صفايي کې مرسته کوي.

د مخ تور داغونه ختموي.

شین چای د مخ تورداغونه او رټي ختموي او مخ ته صفايي ورکوي. د مخ باکتریاوې هم وژني او د مخ پوټکې روغ ساتي.

مخ ته ځلا ورکوي.

شین چای انتي اوکساید لري، او مخ ته په ځلا ورکولو کې مهم نقش لري. د چایو یو څو پاکټه په ګرمو اوبو کې واچوئ، بیا يې پریږدئ، چې یخ شي. بیا پکې مالوچ لامده کړئ او په ټول مخ يې ووهئ. یو څه وخت يې پریږدئ، څو يې مخ جذب کړي او بیا يې پریمنځئ.

ویښتانو ته ځلا او تازه کې وربښي.
یوه پیاله شین چای تیار کړئ. کله مو چې ویښتان پریمنځل؛ بیا يې پرې د شین چایو دا اوبه واچوئ او وچ يې کړئ. هم به مو ویښتان جلاداره وي او هم به يې بوې ښکلی وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */