شنو ځایونو اوسېدل؛ تمرکز زیات او حافظه پیاوړي کوي

د اسټسنفرډ پوهنتون ساینسپوهانو د یوې څېړنې په پایله کې پر دې ټینګار وکړ، چې که څوک غواړي روغ او جوړ اوسي، او په ورځیني ډول خبله اروايي ارامتیا وساتی، نو په منظم ډول سره پارکونو یا هم باغونو ته لاړ، چې شین ماحول پکې ډېر وي، ځکه شنو ځایونو ته تلل او د شنو باغونو لیدل د انسان په روح او روان مثبته اغېزه پریباسي، چې اروايي سکون ترلاسه کوو او له بلې خوا د ستوګو دید ته هم خورا ښه ګټه لري.
د څېړنې لنډیز په دې ډول دی چې:

(هغه کسان چې پارکونو /باغونو ته ځي نو هلته د موجوده شنو بوټو او طبیعي ښکلا لیدلو سره د انسان بدن دې ته هڅوي، چې ورزش وکړي او له خپل ژوند څخه خوند واخلي.)

د دې څېړنې لیکوال رایی ریم وایي چې د ښارونو اوسیدونکو لپاره اړینه ده چې په پارکونو او باغونو کې وخت تېر کړي او د یو ښاري لپاره پارک ته اهمیت ورکول ډېر اړین وي.
څېړونکې دا هم وایي چې په طبیعي او سمسوره ځایونو کې وخت تیرول د انسان په روان، طبیعت او روح باندې هم اغېزې کوي. چې په دې اړوند په امریکا او اروپا کې د طبیعي ښار پروژې پیل شوي چې له مخې یې په ښاري پلان کې په ښاري ځنګلونو، پارکونو او باغونو ټینګار کړی دی.
د همدې څېړنو په لړ کې بل ساینسپوه ګریچن ډیلي داسې وایي، په طبیعي او شنو ځایونو کې ګرځېدل او اوسیدل د انسان تمرکز، حافظه، خوښې او د ژوند نور اړخونه پیاوړي او روښانه کوي.
شنو باغونو ته تلل او په ازاده فضا کې قدم وهل انسان له ګڼو اروايي ناروغیو ژغوري، او په بدن کې د خوښۍ هورمون ترشح کوي، چې د انسان اروايي ارامتیا مومي او پر شونډو یې مسکا خپره وي. یو ارامه او سمسوره چاپیریال د انسان پر ذهن مثبتې اغېز پرېباسي.




وروستي مطالب