بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

غږیز کتاب څه وخت او ولې رامنځته شو؟

لیکنه: ياران
لیکنه: حامد حقمل

مطالعه یې دوې دقیقې وخت نیسي.

که د غږیز کتاب تاریخ ته وګورو، چې څه وخت رامنځته شوی، نو ویلی شو چې د غږیز کتاب لپاره  لومړۍ نظریه ۱۹۳۱ د امریکا په کنګره  کې رامنځته شوه. دغه پروژه چې «د ړاندو لپاره کتاب» نوم یې درلود. امریکایانو غوښتل چې د دغه نسل د باسوادۍ لپاره یو داسې څه رامنځته کړي، چې ړانده کسان هم باسواده کړي.

د ړاندو فدراسیون په لومړي ځل په ۱۹۳۲ کې غږیز کتاب رامنځته کړ او په وروستیو کلونو کې ورته اړین ګامونه واخیستل شول.

غږیز کتاب د هغه متن خبرې دي، چې د یوه او یا څو کسا له خوا غږیز ویل کېږي او د فایل په شان ثبت کېږي.

دغه کتابونه د ړاندو مطالعه کولو د اړتیا پر اساس رامنځته شول، خو د وخت په تېرېدلو او د تکنالوجي په پرمختګ سره او له بل پلوه، د دغه کتاب دود او رواج ډېر پرمختګ وکړ.

مخکې وختونو کې به دغه غږیز کتابونه په کېسټو (پیتو) کې ثبت کېدل او په محدوده توګه به په ټیپونو کې اورېدل کېدل، خو په دې ورستیو لسیزو کې، کله چې تکنالوجي پرمختګ کړی، نو اوس په اسانۍ سره په ځانګړو سټډیو ګانو او همدارنګه ځیرکو تلیفونو او همدا شان کوم فرمتونه چې رامنځته شوي، نو د انټرنیټ په واسطه په ټوله نړۍ کې هرې خواته انتقال کېدلی شي!

یعنې موږ کولی شو یو غږيز کتاب د انټرنیټ له لارې لکونو خلکو ته ورسوو، او هم خلک کولی شي دغه کتاب د انټرنیټ له لارې په ملیاردونه خلک واوري.

غږیز کتابتون د مطالعې د فرهنګ د  زیاتوالي یوه ښه سرچینه ده، مینه‌وال او ښاریان حتا د ټولنې هر څوک… چې هغه هېڅ نه شي کولی د کتاب مطالعې ته وخت پیدا کړي، هغه کولی شي د غږیز کتابونه واوري او ترې استفاده وکړي.

نوټ: که په رښتیا سره غواړئ چې د کتاب مطالعه وکړئ، نو کولی شئ په هر ځای کې مطالعه کړئ، خو که بهانې کوئ چې نشم کولی او وخت نه لرم یا هم کتاب لوستل مې سترګې خرابوي، نو کولی شئ په اسانۍ سره غږیز کتاب واورئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ