شاه رخ خان؛ له خپلې میرمنې مې غوښتنه وکړه چې حجاب مراعت او لمونځ وکړي

د بالیووډ ستوري “شاه رخ خان” په وینا: له ګوري خان سره د واده په مراسمو کې، د هغې د خپلوانو په منځ کې داسې ګنګوسې روانې وې، چې “ګوري خان” به له واده وروسته اسلام قبول کړي.
څو کاله دمخه، شاه رخ د “فریده جلال” په چیټ شو / خپرونه کې څرګند شو؛ په داسې حال کې چې “کنګ خان” وویل، چې هغه څنګه د واده په ​​ولیمه کې د ګوري خان له کورنۍ سره شوخي کړي وه.

د شاه رخ په وینا، د ګورې کورنۍ/ قام په ولیمه کې برخه اخیستي وه او داسې ګونګوسې وي، چې ګوندې ګوري به له ما سره تر واده کولو وروسته خپل مذهب بدل کړي.

هندي لوبغاړي وویل، کله چې یې دا خبره واوریده، په هماغه ​​ماسپښین مې ګوري ته وویل “راځه ګوري، حجاب وکړه! چې لمونځ وکړو.”

 

“شاه رخ” په دې خپرونه کې وویل، چې د ګوري کورنۍ د دې خبرې په اوریدو حیرانه شوه، او بیا ما ټولو ته په خطاب کې وویل: چې هغه به سر له نن ورځې وروسته څادري/حجاب کوي، له کوره بهر به نه وځي او نوم یې هم “عایشه” شو.

په خپرونه کې ، د بالیووډ پاچا ‘شاه رخ خان’ وویل:

” په رشتیا ما د دې شوخۍ څخه ډېر خوند اخیسته، خو موخه مې دا وه، چې هرڅوک باید مذهب ته درناوی ولري، خو د مینې په لاره کې یې باید خنډ ونه ګرځي. هغه د ګوري کورنۍ ته وویل، چې مینه باید له مذهب هاخوا وي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ