سپی د ماشومانو په وده کې مرسته کوي

ژباړه: نسيمه محمدي

له ځینو څېړنو وروسته، ساینس‌پوهانو پایله ترلاسه کړه، چې په کور کې د سپي درلودل د ماشومانو فکري او فزیکي ودې لپاره اړین دي.

له څېړنو وروسته، د لوېديځې اسټرالیا پوهنتون ماشومانو رنځورپوهان پر دې باور شول، چې په کورنۍ کې چې نوزېږدى ماشوم او سپى هم وي، ماشوم له رواني پلوه ښه وده کوي.
څیړونکو ۱۶۴۶ ماشوم لرونکې کورنۍ، چې ماشوم لرل او عمرونه يې د 2 او 5 کلونو ترمنځ وو، مطالعه کړې. په پایله کې څرګنده شوه هغو کورونو کې چې سپي هم ول، ماشومانو ۲۳ سلنه د نورو په نسبت لږې اروايي ستونزې او په ټولنيزو اړيکو کې کم مشکلات لرل. خصوصاً د دوی چلند ډېر اندازه شوی دى.

د څېړنې يو مولف، پروفيسور هيلي کرستيان وويل:

موږ داسې انګېرو چې په کور کې د سپي شتون، د ماشوم په اروايي او تفکري حالت، مثبت اغېز ښندي.

همدارنګه د څېړنې مولف ټيم زياته کړه، هغه ماشومان چې په اونۍ کې يو يا دوه ځل د مور/ او سپي سره قدم وهي، په ځلونو د نورو ماشومانو په پرتله د ټولنيزې تعاملي ستونزې نه لري.
هغه ماشومان چې په اونۍ کې درې ځله د خپلو سپيانو سره لوبې کوي، ۷۴ سلنه د دوی حرکت او چلند څخه شعوري وي.
په پای کې کولاى شو، چې په کوم کور کې چې سپی وي او یو ماشوم وي او دوی یوځای قدم وهي، د کورنۍ ماشوم په فکري، ذهني او فزیکي پلوه ښه وده کوي.
اوس دا مطالعه کېږي چې آیا دا کړنه د سپي او ماشوم ترمنځ عادت لامل کېږي. مګر د ماشوم درلودل او سپي سره ډېر ځله خبرې کول د ماشوم فزیکي، رواني او فکري ودې لامل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.