د مطالعې ګټې او د ښې زده کړې ځیني لارې چارې

ژباړن: عرفان الله عرفان
د مطالعې ګټې:
ـ مطالعه انسان ته د ژوند کولو هنر ورزده کوي.
ـ مطالعه د فرد،ټولنې او فرهنګ د پرمختګ سبب ګرځي.
ـ مطالعې سره کولای شو هم ځان وپېژنو هم خدای (ج).
ـ مطالعه د مغز د پرمختګ سبب ګرځي.
ـ مطالعې سره به ټولنې کې محبوبیت پیداکړئ.
ـ مطالعې سره به مو روابط ډېر او پیاوړي شي.
د ښې زده کړې لارې چارې:
ـ د زده کړې د لاروچارو په پوهېدلو سره به وکولای شئ،چې په کم وخت کې ډېر څه زده او تر ډېره وخته یې په حافظه کې خوندي کړئ.
ـ مخکې له دې چې د یوې موضوع په مطالعه کولو پیل وکړئ،له ځانه پوښتنې وکړئ.د بیلګې په توګه: که موضوع د احمد شاه بابا په هکله وي؛له ځانه وپښتئ:
احمد شاه بابا څوک و؟
کله یې نړۍ ته سترګې وغړولې؟
کله یې له دنیا رحلت وکړ؟
ـ وروسته په ټول فکر خپله اړونده موضوع مطالعه کړئ.
ـ اوس چې مو موضوع مطالعه کړه،فکر پرې وکړئ او موضوع په ذهن کې ترسیم کړئ.
ـ اوس یې مهمې نقطې حفظ کړئ.
ـ څه مو چې حفظ کړه، یوه ورځ ورسته، یوه اونۍ وروسته، یو میاشت وروسته یې تکرار کړئ؛ تر څو مو ذهن کې د تل لپاره ځای ونیسي.
ـ څیړنو ښودلې، چې د ښې زده کړې یوه لاره داده، چې څه زده کړئ او بیا یې نورو ته وښایي؛نو ستاسې به هم په ښه توګه زده شي.
ـ د مطالعې او ښې زده کړې  لپاره ارامتیا او پوره انرژۍ ته اړتیا ده.
ـ هڅه وکړئ مخکې له دې چې مطالعه وکړئ، لومړی ارامه ځای انتخاب کړئ، وروسته د ۱۵ دقیقو لپاره د پوزې له لارې ژوره سا واخلئ او د خولې له لارې یې خارج کړئ،بیا په ارامه په مطالعه پیل وکړئ.