هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

د شپې له خوا د ښه خوب لس ګټې

خوب ؛ موږ ټول ورسره مینه لرو، په ځانګړې توګه چې کله د شپې له ښه خوب وروسته ويښ شو. پخوا ډاکترانو خوب تر ډیره له پامه غورځولی و، او په اړه یې افسانې ویل کیدې. خو معاصر طب د خوب په ارزښت او پر روغتیا یې پر اغیزو ځان پوهول پیل کړي دي.

په حقیقت کې څوک دې شپې له ۶- ۷ ساعتونو کم خوب کوي، دوی د ناروغیو له جدي خطر سره مخ دي.

د ښه خوب لپاره ګڼ دلایل شته. خو دلته یې موږ لس مهمې ګټې درسره ددې لپاره شریکوو چې بله شپه هڅه وکړئ وختي ویده شئ.

1- خوب ستاسو زړه صحتمند ساتي
د زړه حملې او سکتې ډیر کله سهار وختي پیښیږي. چې ښايي سبب به یې د وینې له رګونو سره د خوب تړاو وي . د خوب کمی د وینې د فشار په لوړیدو او کلسټرول په زیاتیدو کې مرسته کوي. دا دواړه د وینې فشار او کلسترول د زړه د ناروغیو او سکتو لپاره د خطر اسباب دی. که چیرې تاسو هره شپه له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب وکړئ زړه مو به صحتمند وي.

2- خوب د سرطان مخه نیسي
ایا پوهیږئ! هغه خلک چې د شپې له خوا کار او نوکریوالي کوي، د سینې او یا کولمو پرسرطان د اخته کیدو چانس یې زیات دی. څیړونکي په دې باور دي چې د شپې څراغ ته په ناسته د انسان د وجود د میلاتونین هورمون (چې تیاره کې ترشح کیږي) ترشحات ګډوډیږي او کمیږي . میلاتونین هغه هورمون دی چې د خوب او ویښې بدني ساعت کنټرولوي او د شپې څراغ ته په کیناستو ددې هورمون ترشح په وجود کې کمیږي. ګومان کیږي چې همدا هورومن د سرطانونو په مخنیوي کې هم رول لري ځکه میلاتونین د تومرونو په زپولو کې رول لرونکی ثابت شوی.
ډاډمنه کړئ چې د شپې له خوا مو د خوب خونه تیاره ده. او همدارنګه تر خوب مخکې الیکترونیکي او سکرین لرونکي وسایل لکه ټیلفون، ټلویزون او کمپویټر مه کاروئ. په دې توګه به مو له خپل وجود سره مرسته کړي وي چې د اړتیا وړ میلاتونین تولید کړي.

3- خوب ستریس او اندېښنه کموي
کله مو چې وجود د بې خوبۍ سره مخ وي، په مستقیمه توګه ستریس( اظطراب) او اندېښنې ته ورځئ. وجود مو بې ځایه د خبرداري زنګونه وهي، د وینې فشار مو لوړیږي او د اندېښنې او تشویش د هورومونونو تولید په وجود کې زور اخلي.

د وینې لوړ فشار د زړه د حملې او سکتې خطرونه هم زیاتوي. د تشویش او ستریس هورمونونه بیا درته دا هم ستونزمنه کړي چې سم خوب وکړئ. ښه دا ده چې د ارمتیا تر لاسه کولو تخنیک زده کړئ څو ځان ارام کړئ شئ او د شپې ښه خوب ته لاره هواره کړئ.

4- خوب التهاب کموي
کله مو چې وجود کې د ستریس ( اضطراب) او اندېښنې هورمونونه زیات شي له دې سره ستاسو په وجود کې د التهاب کچه هم لوړیږي. دا د زړه د ناروغیو، سرطانونو او شکرې د ناروغۍ خطرونه زیاتوي. همدا التهاب دی چې د عمر په تیریدو د وجود د خرابۍ سبب کیږي نو د وجود د التهاب کچه پر ښه خوب کولو ټیټه وساتئ.

5- خوب تاسو خبردار او بیدار ساتي
دې کې هیڅ شک نه شته چې د شپې له خوا تر ښه خوب وروسته په ورپسې ورځ تاسو باانرژي او بیدار اوسئ. بوخت او فعال اوسیدل نه یوازې ستاسو په ورځنیو چارو کې په ګټه دي بلکې د راتلونکې شپې د ښه خوب په برخه کې هم درسره مرسته کوي. کله چې سهار تازه له خوبه پورته شې. ښه انرژې ولرئ نو دا انرژي د ورځې په روښنايي کې په فعال اوسیدو ولګوئ، او چې د ورځې فعال و اوسې نو ډاډه اوسه چې راتلونکې شپه بیا ښه خوب کولی شې، څو د بلې ورځې لپاره تازه او با انرژي شې.

6- خوب ستاسو حافظه پیاوړي کوي
څیړونکي تر اوسه په بشپړه توګه نه پوهیږي چې موږ ولې خوب کوو او خوبونه وینو؟ خو دوی موندلې ده چې خوب په هغه پروسه کې چې د( حافظې ټینګښت ) یې بولي مهم رول لوبوي. د خوب پر مهال ستاسو بدن دمه کوي خو ستاسو عصاب ستاسو د ورځې د پېښو په پروسس کولو بوخت وي د پېښو ، احساساتو او یادښتونو ترمنځ تړاو او لینکونه جوړوي. د حافظې د تړونې لپاره ژور خوب ستاسو د عصابو ستره او مهمه اړتیا ده. له همدې کبله د خوب کیفیت دحافظې له کیفیت سره تړلی دی.

7- خوب اضافي وزن کموي
څیړنو موندلې هغه کسان چې د شپې تر ۷ ساعتونو کم خوب کوي، نو د اضافي وزن د اخیستو او چاغیدو امکان یې زیات دی. ګومان کیږي چې ددې لامل به د بې خوبۍ له کبله په وجود کې د هورمونونو بې توازني وي چې پر اشتها اغیز کوي. د ګریلین او لېپټین په نومونو هورومونه چې اشتها تنظیموي په کم خوبۍ سره یې ترشح کمیږي . که غواړئ چې خپل وزن وساتئ او یا اضافي وزن له لاسه ورکړئ نو د شپې د ښه خوب اسباب برابر کړئ.

8- پرميښي یا د ورځې لنډ خوب تاسو اوښیاروي
یوازې شپه نه ده چې خوب په کې ګټه کوي. څیړنې ښيي چې د ورځې په بهیر کې لنډ( د څو دقیقو لپاره ) خوب او یا سترګې پټول او ارام کول تاسو ته د کافي یا انرژي څښاک هومره خو تر هغې بې ضرره انرژي درکوي او تاسو زیات فعال او بیداره ساتي .

په یونان کې پر ۲۴۰۰۰ لویانو ترسره شوې یوې څیړنه کې څرګنده شوې، هغه کسان چې په اونۍ کې څو ځل د ورځې له خوا لنډ خوب کوي د زړه په ناروغیو د اخته کیدو خطر یې ډیر کم دی. هغه کسان چې کار کې د څو دقیقو لپاره سترګې پټوي او ارام کوي. ډیر کم په ستریس اخته کیږي. پرمیښي یا د ورځې له خوا لنډه شیبه خوب ستاسو یادښت، د درک ځواک او موډ پیاوړي کوي.

9- خوب په ژور خپګان د اخته کیدو خطر کموي
خوب ستاسو په وجود کې پر ډیرو کیماوي بدلونونو اغیز کوي. په دې لړ کې ستاسو په وجود کې پر سیروتونین مادې هم د خوب اغیز زیات دی. هغه خلک چې د سیروتونین له کمي سره مخ دي پر ژور خپګان د اخته کیدو چانس یې زیات دی. که غواړئ په ژور خپګان اخته نه شئ او یا که پرې اخته یئ ترې ووځئ نو د شپې له ۷ تر ۹ ساعتونو ارام خوب وکړئ.

10- خوب مرسته کوي چې بدن خپله ځان ترمیم کړي
خوب هغه وخت دی چې موږ ته د ارام اجازه راکوي. خو د وجود د خودکاره سیستمونو لپاره خوب یو مهم کاري فرصت دی څو د ورځې په بهیر کې بدن ته د ستریس، مضرو وړانګو او نورو زیان رسونکو موادو له کبله اوښتي زیانونه ترمیم کړي. کله چې تاسو ویده یئ ستاسو د بدن حجرې نور پروتین تولیدوي. دا پروتین له حجرو سره مرسته کوي چې بدن ته د ورځې په بهیر کې اوښتي زیانونه ترمیم کړي.
نو اوس هم چې وختي نه ویده کیږئ نو هسې به نه ویده کیږئ. خو تر هغې مخکې له نورو سره ددې لیکنې شریکول مه هیروئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */