ښه نارینه دا تېروتنې نه کوي!

د انساني ژوند یو ترټولو سخته مسئله د نارینه او ښځو ترمنځ د اړیکو د تامین خبره ده.
ډېر وخت دا اړیکې د دواړو لوریو د تېروتنو له کبله سخته صدمه ویني.
دا چې د دغو تېروتنو مخنیوی وشي، دلته د نارینه  وو هغه عامې تېروتنې یادو، چې د ګډ ژوند اړیکې ورسره خرابیږي.
هیله ده نارینه لوستونکي عمل پرې وکړي او ګډ ژوند له ستونزو وساتي.
پر ظاهري خواصو نه غږیږي
ګڼ نارینه به مو لیدلي وي، چې د ښځو پر وزن، سینګار، اندام او نورو خواصو بحث او خبرې کوي.
دا د ښو خلکو خاصیت نه دی، غوره نارینه د ښځینه وو پر ظاهري مسئلو دومره تمرکز نه لري، لکه پر اخلاقي او معنوي خواصو یې چې لري.
تاسې که غواړئ مېرمنو ته مو درانه او ښه وبریښئ، له داسې خبرو ډېر ځان ساتئ.
البته منع کوو مو هم نه، هرڅه په یو تعادل سره وکړئ.
خصوصي حریم ته درناوی کوي
ښه نارینه د خپلې مېرمنې خصوصي حریم لکه: ایمیل، ټلیفون، ټولنیزو رسنیو او شخصي اړیکو ته درناوی کوي او پر هغې باور کوي.
که څوک په ګډ ژوند کې باور ونه لري، هغه ښه نارینه نه شي کیدای.
بد چلند نه کوي
په عام ډول زیاتو افغانانو ته له ښځو سره په بد چلند ځان ښه ښکاري، خو دا خورا غلط او پریوتی عمل دی.
ښځو سره بد چلند د ښو نارینه وو کار نه دی.
نارینه باید ښځو ته خاص احترام ولري، ښه چلند ورسره وکړي او هیڅکله یې زړه مات نه کړي.
خپلې مېرمنې ته لومړیتوب ورکوي
ښه نارینه خپلې مېرمنې ته پر بلې هرې ښځې لومړیتوب ورکوي او ځای یې چا ته نه ورکوي.
بد نارینه هغوی دي، چې د نورو اړیکو په رامنځته کولو خپلې مېرمنې هېروي او په اړیکو کې خیانت کوي.
ښځې ته د یوازیتوب احساس نه ورکوي
ځينې نارینه ښځې ته یوازې د جنسي اړیکې د وسیلې په سترګه ګوري او له دې پرته عاطفي او احساسي اړیکه نه ورسره ساتي.
دا خورا بد عادت دی او ښځې ته د یوازیتوب احساس ورکوي.
امکان لري په داسې وخت کې ښځه بل چا سره اړیکو ته تمایل پيدا کړي، چې دا بیا تر ټولو بده ده.
بې احترامي نه کوي
ښه نارینه د خپلې مېرمنې شخصیت ته په کمه نه ګوري او تل یې درناوی کوي.
هغوی، چې ښه نه دي، احترام د مېرمنې نه کوي او په کمه سترګه ورته ګوري.
دا کار د دوی د شخصیت ټیټوالی ښيي او په بدو کې یې حسابوي.
له ستونزو نه تښتي
کمزوري او بد نارینه له ستونزو تښتي، میدان پریږدي او خپله اراده بایلي.
پیاوړي او ښه نارینه یوازې په جنسیتي لحاظ نه؛ بلکې د ستونزو پر وړاندې هم ځانونه نارینه ګڼي او پر وړاندې یې کلک ودریږي.
تاسې هم که غواړئ ښه نارینه اوسئ، پر دې اصل کلک ودریږئ.
دروغجن نه وي
ښه نارینه نه دروغ وایي، نه له چا ناسمه ګټه اخلي او نه غولونکي وي.
دوی پرخپل قول ودریږي، وفا داري لري او خپل نارینتوب له خپل وجدان سره هم ساتي.
تاسې که غواړئ ښه نارینه اوسئ، دا خوی درسره وساتئ.
تنګ نظره نه وي
ښه نارینه مثبت ګرا وي نه منفي ګرا، ذهن و فکر یې محدود نه وي او هرڅه باندې بد ګوماني نه کوي.
بد نارینه بیا له دې کبله، چې خپله بد وي، پر هرڅه بې باوره کیږي او په بد ګومانۍ ورسره چلند کوي.