ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

یو ښه نارینه، دا تېروتنې نه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

موږ ټول په بشپړه توګه په خپل مقابل لوري کې د ښو ځانګړتیاوو په لټه کې یو او له موږ څخه هریو خپل ځانګړي معیارونه لري، خو کابو دا معیارونه ګډ دي او ډېری کسان پرې د نظر اتفاق لري. ځینې منفي ځانګړتیاوې هم شته او خوښېږي مو، چې هغه په خپل مقابل لوري کې ونه وینو، خو آیا واقعاً پوهېږو، چې دا منفي ځانګړنې څه دي؟ آیا پوهېږئ، چې یو نارینه باید په خپله اړیکه کې کومې غلطۍ ونه کړي او کومې ځانګړتیاوې باید ونه لري؟

د یوه غوره نارینه ځانګړنې

هېڅکله مو په ظاهر باندې نیوکه نه کوي

(که وېښتان مو یوازې لږ شان لوړ وو)، ( که کولای دې شول، چې خپل وزن څو کیلو کم کړې)، (که کولای دې شول، په ښه توګه سینګار وکړې) او داسې نور څیزونه هم شته، چې ښه نارینه یې هېڅکله په خوله نه راوړي او په ظاهر باندې مو داسې قضاوت نه کوي، چې د خپل ځان په اړه بد احساس پیدا کړئ. هغه نارینه، چې دا ډول خبرې کوي، نو هڅه کوي، چې ستاسو ارزښت کم وښیي، ترڅو په ځان باندې د باور احساس ونه کړئ او په دې ترتیب خپل ځان هوسا کړي، چې هغومره قوي نه یاست، که اړتیا پیدا شوه، وکولای شئ، چې پرې یې ږدئ. په حقیقت کې د هغه دا تګلاره ستاسو د کنټرول او دغه راز ستاسو په روح باندې د تېري لپاره ده. هرڅومره، چې ژر کېدای شي، له دا ډول نارینه څخه لرې شئ.

هېڅکله مو په خصوصي حریم باندې برید نه کوي

په یوه روغه او سالمه اړیکه کې اړتیا نه شته، چې کوم څه پټ شي؛ ایمیلونه، پیغامونه او داسې نور …، خو دا په دې مانا نه ده، چې د ژوند شریک مو دا حق لري، چې په موبایل یا کمپیوټر کې مو پلټنه پیل کړي، هر هغه څوک، چې دا کار کوي، نو دا ښکاره کوي، چې په خپل مقابل لوري باندې سخت بې باوره دی ( البته په دې شرط، چې کوم کار مو نه وي کړی، چې د ځان په اړه مو د خپل ژوند د شریک بد ګماني را پیدا کړې وي). دا ځانګړنه هېڅکله نالیدلې او کمه مه نیسئ.

هېڅکله مو نه ناهیلې کوي

یوه له هغو نښو نښانو څخه، چې څرګندوي، یو څوک په خپل ځان باندې بشپړ باور لري، دا ده، چې له نورو څخه ملاتړ کوي او هغوی هڅوي. یو ښه نارینه تل کولای شي، له خپلو شاوخوا خلکو څخه ملاتړ وکړي او وې ستایي او هېڅکله هغوی نه ناهیلي کوي.

په ارزښت باندې مو پوهېږي، هېڅکله مو دې ته نه اړه کوي، داسې احساس وکړئ، چې خپل ارزښت ورته ثابت کړئ

هغه شېبه مو، چې داسې احساس وکړ، چې اړه یاست، خپل نارینه ته دا ثابته کړئ، چې ارزښتمنه یاست او ځانګړې وړتیا لرئ، نو دا هغه شېبه ده، چې باید د دې نارینه د پرېښودلو تصمیم ونیسئ. ستاسو ترڅنګ د یوه نارینه د اوسېدو دلیل، باید دا وي، چې څومره ښه او لایقه یاست، پرته له دې، چې تل مجبوره واوسئ، خپل ځان ثابت کړئ.

هېڅکله داسې یو کار نه کوي، چې احساس وکړئ، هغه ته لومړیتوب نه لرئ

که څه هم یوه اړیکه نباید د یوه کس ټول ژوند را ونغاړي او فرد ته دا فرصت ورنه کړي، چې خپلو شخصو کارونو ته رسیده ګي وکړي، خو پرته له شکه باید د ژوند ستره برخه یې وي. یو کس باید خپل ټولنیز ژوند خوندي کړي، خو په ټولنیز ژوند کې د فعالو اوسېدو او ټولنیز ژوند ته د لومړیتوب ورکولو ترمنځ ستر توپیر شتون لري. که داسې یوه مېرمن یاست، چې د خپل ژوند د نارینه د لومړیتوبونو د لېست په پای کې ځای لرئ او تل باید په تمه پاتې شئ، ترڅو هغه خپل ټول کارونه ترسره کړي او وروسته تاسو ته راشي، نو د مهرباني له مخې زغم ولرئ، صبر وکړئ او جدي تصمیم ونیسئ، ترڅو اړه نه شئ، څو کاله وروسته، د خپلې ځوانۍ د ورځو له لاسه تللو افسوس وکړئ.

هېڅکله له تاسو سره خیانت نه کوي

خیانت ښایي د هر چا لپاره یوه ځانګړې او خاصه مانا ولري، مهمه داده، چې تاسو او مقابل لوری مو د خیانت پر سر یوې هوکړې ته ورسېږئ او تاسو دواړه په دقیقه توګه پوه شئ، چې په اړیکه کې مو خیانت څه دی. یو ښه نارینه په هغو ژمنو او هوکړو باندې ټینګ درېږي، کومې چې له تاسو سره یې کړې دي او له پامه یې نه غورځوي.

هېڅکله تاسو ته بې احترامي نه کوي

دا ټکی ډېر ساده، خو بنسټیز دی، چې تر ډېره نالیدلی نیول کېږي. یو ښه نارینه تاسو او خپلو ټولو شاوخوا خلکو ته درنښت کوي او هېڅکله یې نه خوښېږي، چې تاسو ته سپکاوی وکړي. توپیر نه کوي، چې ستاسو نارینه څومره پوه او ځیرک دی، څومره زده کړې یې کړې دي یا په کوم ټولینز پوړ ( طبقه ) کې قرار لري؛ په هر حال، هغه نارینه چې شعور لري او روڼ اندی دی، ښځه له ځانه ټیټه نه ګڼي او هغې ته سپکاوی نه کوي، بلکې ټولو انسانانو ته په یوه اندازه ارزښت ورکوي او جنسیتي لید نه لري.

له ستونزو څخه نه تښتي، بلکې مدیریت کوي یې

یو ښه نارینه، له ستونزو سره په مخامخ کېدو کې، څه په کورني چاپېریال کې او څه په مسلکي فضا کې، دا په ښه توګه درک کوي، چې هېڅ ستونزه پرته له دې، چې ورسره مخامخ شو، نه حل کېږي. هغه په دې باندې پوهېږي، چې له ستونزو څخه تېښته، د هغو حل کول ځنډوي او دغه راز پېچلې کوي یې. له ستونزو څخه تېښته او له هغو څخه انکار کول، د کمزورو انسانانو کار دی.

له تاسو څخه بده ګټه نه اخلي

بده ګټه اخیستل او بد چلند کول، بېلابېل ډولونه لري او یوازې فزیکي نه دی. یو کس کولای شي له بل کس سره د ژبې (کلامي) بد چلند ولري، ټول بد چلندونه او بدې ګټې اخیستنې، په یو څه کې ګډ ټکی لري: د مقابل لوري له تخریب سره لېوالتیا. یو ښه نارینه، پوهېږي، چې په نفس باندې اعتماد او په ځان باندې باور، د خپل ځان له دنننه یې څخه یې سرچینه اخلي، نه د نورو له سپکاوي او تخریب څخه. ډېر ژر له دا ډول نارینه څخه واټن واخلئ، هغه به ښه نه شي او تاسو د ښو او غوره شرایطو وړ یاست.

ژمنه نه ماتوي او رښتینی دی

په خپله ژمنه باندې درېدل او رښتینولي د یوه ښه نارینه، یوه له غوره ځانګړتیاوو څخه ده، یانې یو ښه نارینه په خپله ژمنه باندې ټینګ درېږي او که تاسو ته ووایي، چې کوم کار به ترسره کړي، نو هرومرو یې ترسره کوي، دا نارینه هغه څوک دی، چې کولای شئ، پرې اعتماد او تکیه وکړئ. په خپله ژمنه باندې درېدونکي او رښتیني نارینه ډېر زیات د درنښت او احترام وړ دي.

بدبین نه دی او منفي لید نه لري

یو ښه نارینه مثبت لید لري او په ځانګړې توګه، له منفي لید څخه په ډکه نننۍ نړۍ کې. کولای شي ښېګنې او مثبت څیزونه وویني. هغه نارینه، چې خوشبین دی، نور ځان ته را جذبوي او ځکه چې په خپل ژوند کې خوشاله دی، کولای شي چې دا خوشالي تاسو ته هم در ولېږدوي. د یوه مثبت فکره نارینه یوه اصیله مُسکا بسنه کوي، ترڅو حالت مو ښه کړي.

ذهن یې تړلی او محدود نه دی

هغه نارینه، چې د نویو بدلونونو او تجربو په اړه نرم، انعطاف منونکی او پرانیستی نه دی، نه یوازې خپل ځان، بلکې خپلو نږدې کسانو ته هم درد او عذاب ورکوي. تاسو باید د هغه چا ترڅنګ واوسئ، چې وکولای شي، له تاسو سره اوږه په اوږه نوي څیزونه کشف کړي، ستاسو د نړۍ او د هغې د بدلونونو په اړه نرمښت وښیي.

ستاسو له خوښیو او بریاوو څخه نه خواشینی کېږي

ستاسو بریا څه د وزن د کمښت په پروګرام کې وي او څه د یوې کاري پروژې په پای ته رسولو کې، باید ستاسو د نارینه د خوشالۍ سبب هم وګرځي. ډېره زیاته مهمه ده، داسې یو نارینه په خپل څنګ کې ولرئ، چې وکولای شي، ستاسو لاسته راوړنې ولمانځي او لپاره یې جشن جوړ کړي او دغه راز خپله بریا یې وګڼي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل