فبروري 24, 2021

د یوه سالم ژوند په اړه ۱۴سلا مشورې

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل
۱.     که غواړې ماغزه دې ارامه واوسي، نو ۸ ساعته خوب کوه.
۲.       که غواړې د سترګو لید دې زیات واوسي، نو د شپې لخوا وړاندې له دې چې ویده شې خپل د پښو تلی په غوړیو غوړ او مساج کړه.
۳.       که غواړې ښه هاضمه ولرې، نو د سړو شویو خوړو له خوړلو ډډه وکړه.
۴.       که غواړې کولمې دې روغې پاتې شي، نو د سرو شویو خوړو پر ځای ترکاري زیات خوره.
۵.       که غواړې ځیګر دې خراب نه شي، نو د غوړیو او زیات شحمیات لرونکو خوړو ډډه وکړه.
۶.       که غواړې پښتورګي دې خراب نه شي، نو د شپې لخوا اوبه لږې څښه.
۷.       که غواړې د ادرارو سیسټم دې روغ وي، نو په معمول ډول خام پیاز خوره.
۸.       که غواړې پښتورګي دې روغ وي، نو مخکې له دې چې ویده شي مثانه دې خالي کړه.
۹.       که غواړې اپنډیکس نه شې، نو په معمول ډول د لیمو له جوس څخه ګټه پورته کوه.
۱۰     که غواړې ستونی دې خراب نه شي، نو په معمول ډول له مرچو ګټه پورته کوه.
۱۱.     که غواړې زړه دې ژوندی پاتې شي، نو مالګه لږ کاروه.
۱۲.     که غواړې سږي دې روغ پاتې شي، نو له سګرټ څکولو ډډه وکړه.
۱۳.     که غواړې د پوزې ستونزې درته پیدا نه شي، نو په معمول ډول نعنا خوره.
۱۴.     په پای کې، که د نورو خلکو روغتیا غواړې، نو دغه پیغام ورسره شریک کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*