ادبیات کلتور او هنر

ګونګه شاعري!

ګونګه شاعري

یو شمیر خلکو ته به ګڼ شعرونه ګونګ وي په دې مانا چې د شاعر په تجربه کې به ځانونه نه شي ورګډولای، خو دا شعرونه به ګونګ نه وي، شاعر به په سمبول استعارې، تشبیه او نورو سره خبره کړې وي خو د لوستونکي ذهن به نه ور رسي، بیلګه به د کاظم خان شیدا راوړم د ادب یو نوي قاري ته ښايي د شیدا ګڼ شمیر شعرونه بې مانا ښکاره شي خو که د سید انوارلحق کاکاخیل هغه کتاب راواخلو چې شیدا یې اردو ته ژباړلې او د هغه د اشعارو شننه یې کړې هر لوستونکی پوهیږي چې د شیدا خبرې راڼه انځورونه لري خو یو شمیر خلک پرې د پوهیدو کوشش نه کوي.هغه وايي:
درست دیوان مې لکه کنج پوشیده پروت دی
د سطور ماران یې کا نګهباني
یانې دیوان مې خزانه ده او د کرښو ماران یې ساتي، څوک چې دا خزانه وړي نو د کرښو په فن کې باید ښه وارد وي، ډیرې نازکۍ د شیدا شعرونه ګران کړي نه دا چې مانا یې ګونګه ده یو بل بیت یې دی:
په خلاف د خپل تاثیر سرمه سايي شوه
چې د سترګو دې لا زیاته ګویايي شوه

شعر ډیر اسان نه دی خو د معما کلي په شعر کې شته یانې د رنجو اغیز دا وي چې څوک یې وخوري اوزا یې کینوي خو ستا د سترګو ګویايي ورسره ډیره شوه یانې رنجو د خپل تاثیر خلاف کار وک، ویل دا غواړم چې، که شاعر د خپل تخلیق پر مهال دودیز،سیمیز، یا ان نړیوال تخنیکونه کارولي وي او د مانا د سپړلو کلي خپله په شعر کې وي نو شعر ګونګ نه دی، بس پوهیدل یې ادبي ریاضت غواړي. خو دا ویل نه دي په کار چې د شیدا شعرونه ګونګ دي.
دلته زه ګونګ شعرونه هغو شعرونو ته وایم چې د یو شمیر کسانو له خوا یې یوه مانا نه کره کیږي ، او ذهني انځور یې نه استعاره وي نه سمبول نه تشبیه او نه بل څه .

د ګونګو شعرونو فلسفه:

یوه فلسفه چې جرړې یې زاړه یونان ته رسیږي (هرمنوتیک) بلل کیږي اوس هم ددغې نظریې یو شمیر پلویان شته ا- ډ هیریش (۱۹۲۸ زیږیدلی) هغه وايي چې ادبي متن ټاکل شوې او کره مانا نه لري، او چې مانا کره نه وي نو د شاعر هدف ته رسیدل ناشوني دي، دوی پر دې باور دي چې لوستونکي دې شعر ولولي او په خپل روان کې دې ورته مانا بیامومي، خو وسمهالي هرمنوتیکیان دا خبره کوي،کلاسیکو هغو یې ویل چې متن یوه مانا لري خو دغې مانا ته رسیدل ستونزمنه چاره ده، چې دا دلیل منطقي بریښي ځکه چې له ادبي متونو هغه ښکلاوې را ایستل چې ادیب په پام کې نیولي وي، د هر لوستونکي د وس خبره نه ده
خو دا نطریه ډیره تته ده په ګرانه سره به یو داسې هرمنوتیک شاعر پیدا کړئ چې هغه دې په نړیواله کچه د لوی شاعر په توګه مطرح شوی وي، دا چې دا نظریه ولې کمزورې ده ، د مقالې په اوږدو کې به د بحث له کبله روښانه شي.

هندي مکتب او ګونګتیا:

ځینې وايي چې هندي مکتب له یولسمې سپوږمیزې پیړۍ پیل او د دولسمې پیړۍ تر نیمايي یعنې د یونیم سل کلونو لپاره ژوندی و. خو ځینې نور یې ولکه له لسمې پیړۍ تر دیارلسمې پیړۍ بولي. زه په فارسي ادب کې د هندي مکتب خبره کوم.

په دغه بهیر کې مضون افرینۍ او د خیال نازکۍ ته ډیر پام وشو، یو شمیر ادیبانو شاعرانو د ددغه سبک حقیقت درک نه کړ او استدلال یې پیل کړ چې ګواکې ښه شعر مانا نه لري، خو د حیرت خبره داده چې د هغه مهال د هند د نیمې وچې نقادانو او تذکره لیکونکو هم ددغو بې مانا شعرونو خورا ډیره ستاینه کړې ده علي خان ارزو لیکي چې ( شعر یوه مانا نه لري، او له کومه شعره چې ډیرې ماناوې راوځي په اصل کې بې مانا دی) شیر علي خان لودي هم په دې برخه کې اوږد استدلال کړی او پایله یې همدا راویستې چې( ښه شعر بې مانا وي) د هندي سبک یو شمیر شاعران لکه جلال اسی، زلالی خوانساری،او عبد الطیف خان د بې مانا شاعرۍ په شاعرانو مشهور و.خو پایله څه شوه؟ چې د هندي سبک عمر یوه نیمه پیړۍ شي نو نقل کونکي به یې څنګه پایده خو باید ووایم چې دغه شاعران د بیدل، صایب، غني کشمیري او نورو په څیر د لویو شاعرانو په توګه نه یادیږي.

پښتو ادب:

حمزه بابا یو غزل لري ( ما لارو ته کاته او لارې ماته موسیدلی) غزل ته لیکل شوي چې د زلمو د امتحانولو لپاره په نوي طرز مهمل لیکل شوی. یوه خبره خو داده چې د حمزه ددغه غزل بیتونه ګونګ نه دي خو زما کار له غزل سره نه د حمزه بابا له یادښت سره دی، په نوي طرز مهمل لیکل شوی،مانا دا چې ګونګ او بې مانا دی او دا ځانګړنه یې د نوي سبک ګڼلی مانا دا چې د بابا په خیال نوې زمانه د ګونګو خبرو پر لوري روانه وه، دغه ګونګ شعرونه یوازې په پښتونخوا کې نه ویل کیدل،دلته په کابل کې چې یو شمیر شاعرانو د نوي ایراني ادب تر اغیز لاندې شاعري وکړه نو د ځینو شاعرانو هنري منطق یې درک نه ک، په تیره بیا سهراب سپهري ډیر خلک له کاره وویستل،سپهري بې مانا شعر نه دی ویلی خو هنري منطق یې دوره پیچلی دی چې اوس له بیدل سره پرتله کیږي، ما او زما همفکره ادیبانو له دغو شاعرانو غوښتي وو چې د خپلو شعرونو مانا هنري منطق او تر شاه یې پرته فلسفه راته ووايي خو ددغو ملګرو ځواب به تشه موسکا وه. بله دا چې هغه شاعري د لسیزې شاعري وه او تر لسیزې وروسته یې مینوال پیدا نه شول- نو د ګونګتیا بهیر نه خو په پښتونخوا کې پر مخ لاړ نه په افغانستان کې ځکه چې د شعر بنسټ یې پر حقیقت نه بلکې په وهم ایښودل شوی و.
راځئ د اردو ژبې د ښه نقاد د سید عابد علي عابد د اسلوب نومې کتاب یوه حواله رواخلو نوموړی په جمالیاتو کې د اظهاریت د فلسفې د مخکښ کروچی د خیالاتو د تشریح پر مهال لیکي:
(( پر دغه پړاو به ووایم چې یوازې اظهار ځای نه نیسي، په شاعر چې څه تیریږي که هغه نورو ته ونه لیږدوي، مطلب دا چې اظهار خو وشو خو د ابلاغ پړاو بیخي وهل شوی نه دی،په نوې شاعرۍ کې چې یوازې د خپل ذات په تړاو خبره کیږي یا داسې علامتونه یا سمبولونه کاروي چې د پرانستو کلي یې په شعر یا نظم کې نه وي موجوده نو هلته خو د ابلاغ هډو تپوس نه پیدا کیږي، ځکه چې شعر له سره پنځول شوی نه دی، خو که دا ویل کیږي چې شاعر او هنرمند لوستونکي ته اړتیا نه لري، نو بیا ددغه راز نظمونو او غزلونو چاپولو ته څه اړتیا ده،چاپول او خپرول د همدې خبرې دلیل دی چې شاعر غواړي نور یې د هنري وارداتو پر اړه پوه شي))
مانا دا شوه که د لوستونکي او ادیب تر منځ د هنري منطق پر بنسټ ولاړه رابطه جوړه نه شي، شاعر او لوستونکی ځان بیل بیل احساسوي، یو د بل په تجربو کې ګډیدل له منځه ځي،او شاعري د ادب د ارتقا په تاریخ کې له مطالعې پاتې کیږي.او چې د لوستونکي او ادیب اړیکي پرې شي د شاعر قلم هم وچیږي یوبل نومیالی نقاد جمیل جالبي د ادب او لوستونکي د تړوا پر اړه یو مضمون لري، داسې پیلیږي.

(( دا ددویمې نړیوالې جګړې د وخت خبره ده، نازیانو چې فرانسه ونیوله نو ګڼ شمیر ادیبان او پوهان یې ونیول دا هغه شاعران ادیبان و چې د نازي ښکیلاک پر وړاندې یې قلمي مقاومت کاوه، نازیانو وپتیله چې پر بندیانو ځانګړي پروګرامونه واوري داسې پروګرامونه چې په پایله کې یې دغه ادیبان ځور وویني، ناهیلي شي او له مقاومته لاس واخلي، داسې پروګرامونه چې ددغو ادیبانو پر پنځونو د بې معنویت ملنډې هم وي، پروګرامونه په بندیانو اورول کیدل خو خبره دا وه چې د هغو پر اړه یې څه ویلی نه شول، کوم کس چې پروګرامونه لیکل له دې بې خبره و چې اوریدونکي یې پر اړه څه فکر کوي، عکس العمل یې څه دی،او څه اغیز یې ترې اخستې،مانا دا چې د لیکوال او اوریدونکو تر منځ هیڅ اړیکه نه وه جوړه شوې،په پای کې هغه پروګرامونه لیکل خو زر پوه شو چې قلم یې مخ په وچیدو دی او د لیکوالۍ عمر یې لنډیږي، لږه موده وروسته له ډیرو هڅو سره هم ونه توانید چې څه ولیکي، پوښتنه ترې وشوه چې اخر ولې نور نه شي لیکلی؟ځواب یې داو چې له اوریدونکو سره د تړوا د نشتوالي په سبب یې ذهن د بې ماناتوب ښکار شوی او داسې ورته ښکاري چې لیکل یو چټي کار دی))

نو دا وي د ګونګتوب انجام، ماسره د یو شمیر شعرونو بیلګې وې،خو زه پوهیږم چې پښتانه لیکوال د لیکوال نقد ته په کومه سترګه ګوري،او په ځانګړي ډول چې لیکونکی شاعر هم وي، هیله من یم چې یو څه به د ګونګو شعرونو پر اړه وضاحت شوی وي- بله دا چې تاسو به هم دغه راز شعرونه لوستي وي او بیلګو ته به ډیره اړتیا نه وي.
په پای کې دومره وایم چې موږ کوم نوښت کوو، د هنر تر شا باید یوه تیوري فلسفه او انتقادي استدلال وي، کنه نو منل یې د سالم ذوق کار نه دی.
اشرف مفتون راته یو ورځ ویل زما نوښت دادی چې زرینې او تورې زلفې نه یادوم پستې زلفې یادوم چې دواړه په کې راشي، تورې او شنې سترګې نه یادوم ښکلی سترګې یادوم دواړه ښکلې وي نو مفتون چې د ادب د افاقي کولو کومه فلسفه مخکې کوله یوازې شعرونه یې نه لیکل بلکې د خپلو اندونو د اثبات لپاره به یې په خپلو ټولګو کې فلسفیانه ډوله نثري بحثونه هم چاپول.او دا د علم او هنر غوښتنه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل