افغانستان سرسکالو سیاست

د حکومت نوې ګمارنې؛ خلک پرې نیوکې او خبرې لري

  • راپور: ولمه ځلا

د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو نوماند وزير ټاکل شوی دی.

دغه څرګندونې د ارګ په خپرپاڼه کې پرون د وري په ۱۶ مه راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري ولسمشر محمد اشرف غني د دوه جلا حکمونو په بنسټ محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ټاکل شوی دی.

په دغه خپرپاڼه کې راغلي:

((د هیواد جمهور رئيس د اساسي قانون د ۶۴ مه مادې او د ۱۳ فقرې د حکم پر اساس محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزير په ټوګه معرفي کړ.))

تر دې وړاندې ولسمشر د باميان پخوانۍ والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت او جهادي مشر عبدالهادي ارغنديوال د ماليې وزارت د سرپرست وزير په ټوکه اعلان کړل.

همدا راز د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرو ټاکنو د کمپاين مخکښ غړی داود سلطان زوی د کابل د ښاروال او شاکر کارګر د ولسمشر د دفتر د عمومي ريس په ټوکه معرفي شول.

که څه هم ولسمشر د خپلې لوړې په مراسمو کې وويل چې په دوه اونيو کې به نوې کابينه معرفي کړي خو د کرونا ويروس له امله يادې چارې پڅې شوې وې.

خلکو نظرونه: کلتور به څنګه وساتي چې خپله په ملي ژبو نپوهيږي

خو يو شمېر هېوادوال بیا دغه ګمارنې پر ځای نه بولي او د دوی غبرګونو یې راپارولي دي.

ځيني یې پر دې باور دي چې یاد یو شمیر شخصيتونه د دې وړتيا نه لري چې په دغو اړينو پوستونو دې وګمارل شي.

صفت ځواک د ټولنيزو شبکو کارونکي په خپل ټویټر د يو ټوېټ په غبرګون کې ليکلي چې ولسمشر يو خايين او هېواد خرڅونکي کس څنګه د ښاروال په توګه معرفي کولای شي.

همدا راز يوسف يوسفزی د ټولنيزو شبکو فعال غړي بيا ليکلي چې دا مو حق دی چې پر ولسمشر نيوکې وکړو، ولسمشر بايد هر کس د هغه د وړتيا پر اساس پر دندو وګماري.

ذکي ساپي بيا ليکي چې طاهر زهير به کلتور څنګه ساتي چې په دواړو ملي ژبو نه پوهيږي.

طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د نوماند په توګه ټاکل شوی

خو ځيني بيا د محمد حنيف اتمر ګمارنه پر ځاي او وړ شخص یې بولي.

خبرياله هیلۍ اسد پر خپل فيسبوک پاڼه ليکلي حنيف اتمر یې وړتيا درلوده نو په ګمارنه يې خوشحاله يم.

همدا راز وطنپال کوچۍ ليکي چې حنيف اتمر په سياست ښه پوهيږي نو ښه ټاکنه ده.

څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې ويلي و چې نوې کابينې ته به د کار، اهليت او کفايت له مخې نوي کسان وروپيژندل شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د پخواني اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم رسنيو ته ويلي که چېرې د ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ شته ستونزې حل نه شي نو دوي به هم د ټولشموله حکومت په چوکات کې به ډیر ژر خپله نوې کابينه اعلان کړي.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا له غړو سره په يوه کتنې کې ويلي و چې د دويم ځل لپاره دوه سری حکومت نه مني.

ولسمشر پخواني اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د سولې په چارو کې د مصالحې شورا د مشری بلنه ورکړې ده خو لا هم ډاکتر عبدالله عبدالله په دې اړه څه نه دي ويلي.

ولسمشر وايي چې ډاکتر عبدالله عبدالله به د ولسمشر د يو مرستيال پروتوکول ولري او ټولې هغه اسانتياوې به چې د ولسمشر مرستيال یې لري ښاغلي عبدالله عبدالله ته برابر کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ولمه ځلا، کابل

تبصره مو ولیکئ